یکشنبه, مې 5, 2024
Home+سریلانکا کرکټ بورډ د پاکستان خلاف د سياليو څخه انکار وکړ

سریلانکا کرکټ بورډ د پاکستان خلاف د سياليو څخه انکار وکړ

د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲ ټیسټ او د ۳ یوه ورځنیو لوبو لړۍ، چې ټاکل شوې وه، په جولای او اګست مياشتو کې تر سره شي، محدوده کړل شوې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې، چې پاکستان به راتلونکي جولای میاشت کې د سریلانکا سفر ولري او هلته به ۲ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي او ۳ یوه ورځنۍ سیالۍ به لغوه شي.

رسنۍ وايي، سریلانکا کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ سره په اړیکه کې شوی او په جدي ډول یې ترې غوښتنه کړې، څو د یو ورځنیو لوبو لوبلړ لغوه اعلان کړي.
راپورونه وايي، چې د پاکستان کرکټ بورډ هم ورسره منښته کړې.

 

په پام کې ده، چې سریلانکا د جولای او اګست میاشتو کې د‌ کور دننه د شل اوریز لیګ کوربتوب وکړي، چې دې اقدام د پاکستان سره د یوه ورځنیو لوبو لړۍ لغوه کړه.

هېره دې نه وي، چې د ۳ یو ورځنیو لوبو دغه لوبلړۍ د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو برخه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب