پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهد يو ميليون کاري فرصتونو له منځه تلل، د ورځې ۱ نیم...

د يو ميليون کاري فرصتونو له منځه تلل، د ورځې ۱ نیم زر تنه افغانان ایران ته اوړي

تاند:( دوشنبه، د ثور نولسمه) د افغانستان د بیارغونې له چارو څخه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې( سیګار) د ملګرو ملتونو په حواله ویلي دي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د سلګونه زره مېرمنو په ګډون ۹۰۰ زرو کارګرو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

سیګار زیاتوي، یوازې د ۲۰۲۱ کال په درېیمه ربع کې له ۵۰۰ زرو زیاتو افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، وړاندوینه کېږي چې دا شمېرې به د ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې د ۷۰۰ زرو او ۹۰۰ زرو ترمنځ وي.

سیګار ویلي، چې تر ډېره کارګرې مېرمنې اغېزمنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د طالبانو د بهرنيو چارو رييس مولوي شیر احمد عیار‌ د دغه ولايت د اسلام قلعه بندر له لارې ایران ته په ورځیني ډول د شاوخوا ۱۴۰۰ افغانانو د اوښتو خبر ورکړی.

د هغه په وينا، یوازې په هرات کې د ايران کونسلګري هره ورځ تر زرو پورې ويزې ویشي.

مخکې ځينو بهرنيو رسنيو او نړیوالو سازمانونو ايران ته د ور اوښتونکو افغانانو ورځینی شمېر شاوخوا ۳ زره تنه ښودلی و.

اوج ته رسېدلی اقتصادي ناورين، په پراخه کچه بې کاري،‌ اوسني او راتلونکي وضعیت ته نهيلي او ‌د‌ طالبانو له لوري د خلکو د اساسي حقوقو او ازاديو نقض د دغه وضعیت اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب