پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهد تودو جګړو ادعاوې، افغانستان کې د لسګونه تنو د مرګ ژوبلې...

د تودو جګړو ادعاوې، افغانستان کې د لسګونه تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی

تاند:( دوشنبه، د ثور نولسمه) د طالبانو د پرله پسې انکار سره- سره د دوی مخالفې جنګی ډلې او ځايي خلک په يو شمېر ولايتونو کې د سختو جګړو او د لسګونو تنو د مرګ ژوبلې ادعاوې کوي.

د طالبانو په خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې وياند صبغت احمدي ادعا کړې چې د بغلان ولايت په اندراب ولسوالۍ کې يې وسله والو له طالبانو سره جګړه کړې او ماتې يې ورکړې ده.

د نوموړي د ادعا له مخې، په دې نښته او جګړه کې د طالبانو د بدري، فدايي او سرې قطعې ډلو تر ۲۷ پورې وسله وال وژل شوي.

سرچینه په دې ادعا شويو نښتو کې د خپلو ۳ جنګياليو ټپي کيدل هم مني.

د پنجشېر یو شمېر اوسیدونکو بیا پر طالبانو تور پورې کړی، چې د پنجشېر درې ولسوالۍ په عبدالله خېلو سیمه کې ېې له پرون راهیسې د یوې ښځې په ګډون ۸ ملکي وګړي وژلي دي.

ځایي خلکو د طالبانو په لاس د وژل شويو دغو کسانو نومونه هم رسنيز کړي.

په تخار کې بیا ځايي سرچينو په ورسج ولسوالۍ کې د طالبانو او مقاومت ډلو د نښتې او کې ځايي سرچینې وايي، چې د طالب او مقاومت جبهې ځواکونو د دغه ولایت په ورسج ولسوالۍ کې نښته کړې ده.

د دوی په وینا، دا نښته د «قوندز» حوزې په سیمه کې شوې، چې له امله يې ۱۲ طالب ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دغو سرچینو په خبره، په دغو نښتو کې د طالب ځواکونو څلور رنجر موټر هم ویجاړ شوي دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په شډل سیمه کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو یو قوماندان د‌ سړک غاړې ماين په يوه چاودنه کې وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د دې پېښې مسووليت د افغانستان د ازادۍ ملي او اسلامي جبهې پر غاړه اخيستی دی.

دغه ډله، چې مشري یې د جمهوري نظام د ملي پوځ یو جنرال عبدالمتین سلېمانخېل کوي، تر ډېره په پښتني سيمو کې د طالبانو خلاف د جګړې ادعاوې کوي.

طالبانو يادو ټولو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

پر دوی تور پورې دی، چې رسنيو ته د داسې ادعا شویو پېښو په اړه معلومات نه ورکوي.

طالبانو بيا داسې ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب