جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهط او انتخابات، د کابل ګذر وکیلان د رایه اچونې له لارې...

ط او انتخابات، د کابل ګذر وکیلان د رایه اچونې له لارې ټاکي

تاند:( دوشنبه، د ثور نولسمه) په داسې حال کې چې، د طالبانو تحريک په افغانستان کې د واک د برخليک ټاکلو لپاره د انتخاباتي بحثونو مخالف دی، په کابل کې یې د ګذر وکیلانو د ټاکلو لپاره د رایې اچونې له میتود څخه استفاده کړې ده.

کابل ښاروالۍ پرون په یوه خپره کړې ویډیو کې د کابل ښار د ديارلسمې ناحېې د اووه څلویښتم ګذر د وکيل ټاکلو لپاره د رای اچونې خبر ورکړی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ټاکنو له لارې د ګذر وکیلانو لړۍ په هغو سيمو کې تر سره کيږي، چې يا د ګذر وکیل ونه لري او یا یې خلک له خپل وکيل څخه شکایت ولري.

د طالبانو یو شمېر منتقدین بيا دوی تورنوي، چې له دې بهير څخه یې اصلي هدف د ګذر وکیلانو په توګه په نمايشي ټاکنو کې د خپلو نفوذي کسانو ګومارل دي.

طالبانو د هېواد د برخليک ټاکلو لپاره د ټاکنو د اصل مخالفت کړی، خو کابل ښاروالۍ ويلي چې د ګذر وکیلانو د انتخاب لړۍ په دې برخه کې د دوی د نوي طرزالعمل په اساس ترسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...