هغه ډېر ښه مسلمان وو. څلور لمونځونه ئې په جمع کول، بس د سهار دا به تل ځیني قضا کېدی. هر څه ئې وکړه خو له خوبه نه سوای ورته را پاڅېدای.
نن ډېر خوشحاله دئ، اوله ورځ ده چي جومات ته د جماعت لپاره روان دئ.
کرۍ شپه ويښ وو. په موبایل کي ئې د یو حسین نرښځي نڅاوي کتلې. د سپېدو تر چاودېدو پوري ئې خپل ساعت د ښکلي خواجه سرا پر رقص او ادا تېر کړ.
د مسجد په دروازه کي امام په استقبال کي ورته وویل، (( پوهېدم، آخر به کومه ورځ یوه ملایکه تا لمانځه ته را کښېنوي!))