شنبه, مې 4, 2024
Home+ټیک ټاک له انسټاګرام او فیسبوکه میدان یووړ

ټیک ټاک له انسټاګرام او فیسبوکه میدان یووړ

تاند- د ټکنالوژۍ د رسنیو د راپور له مخې، ټیک ټاک توانېدلی چې تر انسټاګرام مخکې شي او د سږ کال (۲۰۲۲) په لومړیو درو میاشتو کې یې اپلیکېشن تر ټولو ډېر ډاونلوډ شي.

د سینسور ټاور له شمېرو سره سم، ټیک ټاک اپ د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې تر ۱۷۵ ملیون ځلې زیات ډاونلوډ شوی دی. دا اپ تراوسه پورې ټولټال ۳ ملیارده او ۵۰۰ ملیون ځلې ډاونلوډ شوی دی.

ټیک ټاک د میټا، چې فیسبوک او انسټاګرام پکې شامل دي، او همداراز د الفابټ، چې ګوګل او یوټیوب پکې شامل دي، په وړاندې په جدي ګواښ بدل شوی دی.

د الفابټ تازه راپور ښيي چې له یوټیوب سره د ټیک ټاک سخته سیالي سبب شوې چې الفابټ د ۲۰۲۲ په لومړیو درو میاشتو کې سره له دې چې په عوایدو کې یې زیاتوالی راغلی خو هومره نه دی چې توقع یې لرله او دا د ټیک ټاک له کبله ده.

د الفابټ عاید د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۲۳ ډېر شوی دی خو د یوټیوب عاید تر هغه څه چې اټکل کېده لږ دی. اټکل و چې د یوټیوب عاید به ۷ ملیارد ډالره وي خو د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې د یوټیوب عاید ۶ ملیارد ډالره و. متخصصان د دې دلیل د ټیک ټاک وده بولي.

که څه هم ټیک ټاک د یوټیوب په شان ګټور او ژور معلومات خلکو ته نه لري خو دې شبکې د زلمکیو په منځ کې زښت زیات پلویان موندلي او په مقابل کې یې د یوټیوب لنډې ویدیوګانې (Reels) نه دي بریالۍ شوي.

ټیک ټاک یوه چینايي ټولنیزه رسنۍ ده او له دې کبله چې چینايي ده، په امریکا او اروپا کې ورڅخه د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې څرګندېږي.

له ټیک ټاک وروسته د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې تر ټولو ډېر انسټاګرام ډاونلوډ شوی دی. انسټاګرام څه باندې ۱۴۰ ملیون ځلې ډاونلوډ شوی. فیسبوک، چې اوس له ټیک ټاک او انسټاګرام وروسته درېیم ځای لري، تر دواړو ټولنیزو رسنیو د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې څو میلیونه شاته پاتې شوی دی.

ورپسې ډېر ډاونلوډ شوی اپ د وټس اپ دی. له وټس اپ وروسته له ټیلګرام څخه د پیغامونو د تبادلې لپاره ډېر کار اخیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب