پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+له بې خوبۍ سره مقابله؛ څنګه ارام خوب لرلی شو؟

له بې خوبۍ سره مقابله؛ څنګه ارام خوب لرلی شو؟

په ټاکلي وخت (وختي) ویده شو او په ټاکلي وخت (وختي)له خوبه راپاڅېږو.
د خوب ځای او کوټه مو منظمه او مناسبه جوړه کړو. تیاره (تورتم)، ارامه او شروشوره خالي وي. که د کوټې تودوخه د ۲۵ په شاوخوا کې وي، ښه به وي.

خوب په سم وضعیت وکړو؛ یعنې ښی لاس تر سر لاندې کیږدو، او په اړخ څملو. پدې صورت کې پر زړه، معده او سږو اضافي فشار نه راځي، هوایي نلونه هم خلاص او د تنفس جریان په عادي ډول جریان کوي.
تر خوب مخکې زیاته غذا ونه خورو.
تر خوب دوه ساعته مخکې یا مازیګر مهال سپورت او فزیکي فعالیت وکړو.
تر خوب مخکې لږې اوبه وڅښو.

تر خوب مخکې د دماغ تنبیه کوونکي خواړه، ساړه شربتونه، چاکلیټ، چای، قهوه او کافین استعمال نه کړو.
تر خوب د مخه هیجاني کیسې ونه کړو، وا یې نه ورو او له هیجاني کېدو ډډه وکړو.
تر خوب د مخه ژور تنفس وکړو.

تر خوب وړاندې په زړه پورې کتاب ولولو، خو د جدي او پارونکو موضوعاتو په باب کتابونه بل وخت ته پرېږدو.
تلویزیون، ویډیو او پیغام استونې تر خوب پوره موده مخکې بندې کړو. د خوب سم وضعیت غوره کړئ. ستونې ستغ او پړمخې خوب بدن او روغتیا ته تاوان رسولی شي. دماغ ته داکسیجن رسول کموي، په زړه، هوايي نلونو او سږو فشار راولي. ښه خوب هغه دی چې پر ښي اړخ ، دقبلې پر لور څملئ.
د خوب دورې

 

په دې دورو پوهېدل ځکه ښه دي چې څه وخت له خوبه پاڅېږو چې ارام او ښېرازه واوسو.
د خوب هره دوره ۹۰ دقیقې وي، چې بیا په هره دوره کې ۵ مرحلې دي. که یو څوک اوه نیم ساعته خوب کوي، نو پنځه دورې او که ۹ ساعته خوب کوي، ۶ دورې بشپړوي. د یوې ۹۰ دقیقه يي دورې مرحلې په دې ډول دي:

۱). د پیل مرحله چې ۲۰ دقیقې دوام کوي او عضلې پکې نرمېږي.
۲). دویمه مرحله هم ۲۰ دقیقې دوام کوي او عضلې پکې لا نرمېږي.
۳). په درېیمه مرحله کې چې دا هم ۲۰ دقیقې ده، خوب ژورېږي او که څوک مو پدې وخت کې راویښ کړي، نارامه کېږو.
۴). په څلورمه مرحله کې خوب لا ژورېږي. که پدې وخت کې مو څوک راپاڅوي، ګنګس او سربداله کېږو. د شپې په پیل کې دا مرحله ۲۰ دقیقې او په پای کې ډېره لنډه وي.
۵). پمځمه مرحله د خوبونو د لیدلو دوره ده، چې د سترګو د چټک حرکت له مودې سره سمون خوري، د انسان ټولې اختیاري عضلي د فلج په حالت کې وي او مغز ډېر فعال وي. دا مرحله ۱۰ – ۱۵ دقیقې دوام کوي.
تر دې پنځه مرحلو وروسته بیا یا انسان راویښېږي او یا بېرته بله ۵ مرحله يي دوره پیل کېږي.

هغه څه چې موږ ته لدې بحث نه مهم دي، دا دي چې که غواړو چې د یو معین وخت لپاره ویده شو، نو یا باید نیم ساعت او یا هم پوره دوره یعنې یو نیم ساعت خوب پلان کړو. البته که غواړو پوره خوب وکړو، نو هم باید پوره دورې پلان کړو. یعنې تر یو ساعت نیم ساعت خوب ښه دی، ځکه پدې صورت کې زموږ خوب دومره ژور شوی نه وي، چې ترې راپاڅېدل راته د ګنګسیت او سربدالۍ سبب شي. همدا راز که پوره څلور، پنځه یا شپږ دورې خوب وکړو؛ چې ۶، اوه نیم یا ۹ ساعته کېږي، تر دې ښه دی چې نیم ساعت ترې کم یا زیات کړو.

یوه بله مهمه خبره چې مخکې ورته موږ اشاره وکړه د ورځې نیم ساعت خوب دی چې انرژي مو نوې کوي او بدن او دماغ مو اراموي. پدغه صورت کې هم پکار ده چې نیم ساعت خوب وکړو. همدومره ګټور دی او دا چې د ورځې په منځ کې د کار وخت وي، پوره دوره (یو نیم ساعت) به پوره نشو کړی. د اسلام له نظره هم د لږ غرمني خوب سپارښت شوی دی.

(د خوب دورې برخه مې د ډاکتر صاحب فیض الله کاکړ د یوې لیکنې لنډیز ژباړلی دی).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب