Home+رنوير سينګ د خپل نوي فلم په اړه پټ مالومات خپاره کړل

رنوير سينګ د خپل نوي فلم په اړه پټ مالومات خپاره کړل

د بالیووډ مخکښه فلمي ستوری رنویر سینګ په یوه مرکه کې د خپل نوي فلم (جیش بایي جوردار) په اړه مالومات خپاره کړل، په دې خپاره شوو مالوماتو کې د نوموړي د رول په اړه هم تفصیلي بحث شوی دی.

رنوير سينګ وایي، په دې فلم کې مې ځکه د کار کولو پرېکړه وکړه، چې ټوله مرسته راسره د خپل پلار جګجیت سینګ بوناني وه، له همدې کبله ټول الهام مې له خپل پلار اخيستی.

رنوير په دې آند دی، چې زما پلار له موږ سره د کورنۍ د مشر په توګه شتون درلود، له همدې کبله ما د خپل پلار ژوند غنیمت وباله او ډېر څه مې ترې زده کړل.

رنویر سینګ زياته کړه، پلار مې دې ژوندی وي، د هغه لپاره موږ ډېر ارزښت لرو، له سهاره، تر ماښامه هغه د دې لپاره سختې او تنګې ګالي، څو موږ هوسا ژوند ولرو.

رنوير سينګ دا هم وويل: پلار مې غوښتل، چې زموږ لپاره د خپله ټوله انرژي مصرف کړي، څو کورنۍ یې هوساينه ترلاسه کړي، له همدې کبله دا فلم هم زما د کرکټر جیش بایي د سفر اساس دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...