جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ډېرو خوږو خوړو تاوانونه

د ډېرو خوږو خوړو تاوانونه

ژباړه: مینه احمدي

ښايي اوس به ډېر خلک د زیاتو خوږو د خوړولو په زیانونو پوهیږي. هر هغه ګتور خواړه چې له اندازې زیات شي د ګټې په ځای تاوان لري، نو په کار ده چې د خوږو خوړو په خوراک کې هم له اختیاطه کار واخلو.

یو شمیر کسان په دې باور دي چې ککاو، چاکلیټ او داسې نور خواږه خواړه انسان چاغوي هغوی چې غواړي وزن یې ډیر شي نو کوښښ کوي چې خواږه خواړه ډیر وخوري. مګر دوی په دې نه پوهیږي چې خواږه خواړه ډیر زیانونه هم لري.

ډیری خلک د جنیټیکي خواصو له مخې نه چاغیږي، دا ډول خلک بیا په دې اند دي، چې که موږ څومره خواږه وخورو، دا خواږه چې موږ نه چاغوي، نو روغتیا ته مو هم تاوان نه لري. مګر دا ډول فکر سم نه دی.

دا خلک باید پوه شي، سره له دې چې خواږه یې نه چاغوي، خواږه یې په بدن کې په وازګو بدلیږي چې روغتیا ته ډیر زیان لري.

خواږه شیان خوړل په غاښونو بده اغیز کوي. روغتیا پالان وايي د خوږو شیانو خوړل په خوله کې داسې میکروب زیاتوي چې له امله یې په غاښونو کې ناروغۍ رامنځته کوي او همدا ډول په ساه اخیستلو کې بوی هم رامنځته کوي.

څیړنو ښودلې ده چې د خوږو خوړو خوړل د انسان دفاعي سیستم کمزوری کوي، په همدې ډول بدن د موسمي ناروغیو دفاع نه شي کولی چې بدن کمزوری شي، بیا د یو شمېر ناروغیو ښکار کیږي.

څیړنو مندلې، د خوږو شیانو خوړل په یو شمیر خلکو کې د چاغیدو تر څنګ، په ځیګر کې وازګې یا شحمیات پیدا کوي، د زړه د ناروغۍ سبب کیږي، د وینې غوړ پیدا کوي، د زړه رګونه بندوي، د شکرې ناوغۍ لامل کیږي، د ویني فشار لوړوي، دې ته ورته بې شمیره ناروغۍ دي، چې د خوږو خوړو له ډیر خوراک څخه انسان ته پیدا کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب