پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+چينای سوپر کېنګز ډيلي لوبډلې ته ماتې ورکړه

چينای سوپر کېنګز ډيلي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هند غوره ليګ سياليو په لړ کې وړمه شپه  ۵۵مه لوبه د چینای سوپر کینګز او ډیلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ډیلي د لوبې ټاس وګاټه او لومړی یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

چینای سوپر کینګز په ټاکلو ۲۰ اورونو د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۸ منډې وکړې. ډیون کانوي د پام وړ توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، هغه ۸۷ په زړه پورې منډې وکړې او سيالې ډیلي لوبډلې ته يې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

 

ډیلي کپیټلز لوبډلې ته انریک نورتجي غوره توپ اچونه وکړه، هغه ۳  ویکټېواخیستې. همدا راز خلیل احمد ۲، میچل مارش او انریک نورتجي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د یادونې وړ ده چې رایل ډیلي کپیټلز ۱۰ لوبې ترسره کړي، چې ۵ لوبې یې ګټلي، ۵ یې بایللې او ۵مه لوبډله ده. همدا راز چینای سوپر کینګز په ۱۰ لوبو کې ۳ ګټلي، ۷ یې بایللي او ۹م مقام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب