جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ د ښځو د حجاب په پلمه د ط وروستۍ پریکړه...

محسن داوړ د ښځو د حجاب په پلمه د ط وروستۍ پریکړه « شرمونکې» وګڼله

تاند:( دوشنبه، د ثور نولسمه) د پاکستان تر واک لاندې پښتونخوا کې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ د ښځو د حجاب په پلمه، پر دوی د طالبانو نوي قیودات « شرمونکي» ګڼلي دي.

د داوړ په وینا، د طالبانو دغه قیودات نړۍ ته نه باورونکي او پر ښځو د ريشخند په مانا دي.

ښاغلي داوړ طالبان د لا نور افراطیت په ترویجولو تورن او ویلي، چې دا کار به یې خپلې دې حاکمې ډلې ته هم تاوانونه ولري.

طالبانو د نوموړي او ډېرو نورو منتقدینو څرګندونو ته یې غبرګون نه دی ښودلی، خو د ښځو د با حجابه کولو په اړه یې پریکړه ډېرو منفي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د طالبانو د مشر هبت اله اخندزاده د نوي فرمان له مخې، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.

په فرمان کې راغلي، چې د ښځو له سترګو پرته ټول وجود یې باید پوښلی وي او د سرغړونې په صورت کې به د ښځو د کورنۍ سرپرستان درې ورځې بندیان او تر دې هم ممکن ډېر مجازات شي.

د طالبانو په دغه فرمان کې پر دې هم اعتراف شوی، چې ۹۹ سلنه افغان ښځې حجاب مراعتوي.

1 COMMENT

  1. تالبان نور هیڅ نه لری چی افغانانو ته يی ورکړی
    یوازینی شی چی دوۍ لری هغه وحشت او تورجهالت دی او پریمانه يی افغانانو ته په وړیا ډول ورکوی
    دوۍ خپل تور جهالت او وحشت د اسلام او شریعت په سپیڅلو سمبولونو کی رانغښتی او په عام ولس يی په زور منی
    اوس نو افغانان باید پریکړه وکړی چی ددې وحشت او تورجهالت نه ځان خلاصول غواړی او که خپله له ځانه وحشیان او تور جاهلان جوړول غواړی چی د تالبیزم په قالب کی برابرشی
    دا هم د تالبانو د تورجهالت یوه ښکاره بیلګه ده چی په ښځو د حجاب په نوم خپل یو نیفورم تطبیقوی پداسی حال کی چی ټولی افغانانی میرمنی او نجونی په حجاب کی ګرځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب