پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهله ضد و نقيض راپورونوروسته پنجشیر ته د ملا برادر او ملا...

له ضد و نقيض راپورونوروسته پنجشیر ته د ملا برادر او ملا یعقوب تلو خبر ورکړل شوی

تاند:(دوشنبه، د ثور نولسمه) له شمالي ولايت پنجشير څخه د وروستۍ اونۍ په دوام یو ځل بیا د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې تر منځ د جګړو ضد و نقيض راپورونه ورکړل شوي.

د پنجشېر مقاومت ډلې او ځينو خبري سرچينو یې ویلي چې په پرونیو جګړو کې شاوخوا ۲۰ طالبان وژل شوي او يوازې دومره جسدونه سويلي ولايتونو ته لیږدول شوي.

ځينو سرچينو په دې برخه کې د استول شویو جسدونو ځای کندهار او ځينو هلمند ولايت ښودلی.

طالبانو یو مخ په پنجشير کې د خپلو مخالفو جنګياليو موجوديت او هم هغلته د جګړو او سیمو د سقوط ادعاوې رد کړي، خو د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د طالب ضد مقاومت وسله والې ډلې په دې اړه خپلو ادعاوو ته دوام ورکړی.

دې ډلې دا هم ويلي، چې د احمد شاه مسعود یو پخوانی قومندان چې طالبانو سره ملګری شوی او د پنجشېر د امنيه قومندانۍ د استخباراتو مسوول ټاکل شوی و، له دې ډلې جلا او طالب ضد مقاومت ډلې ته ورغلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بيا په پرله پسې ډول د پنجشېر مقاومت ډلې، رسنيو او ځایي خلکو څرګندونې رد کړي دي.

په ورته وخت کې ځینو رسنیو پنجشېر ته د طالبانو د رییس الوزرا د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د ګډ سفر خبر ورکړی.

ويل شوي، چې دغه دوه طالب مشران د خپلو جنګیالیو د مورال ارزولو او لوړولو په هدف ورغلي دي.

د طالبانو وياندويانو دا خبر نه تایید او نه رد کړی دی.

له کابل څخه بیا ادعا شوې، چې طالبانو په ګذرګاه او خیرخانه سیمو کې لسګونه کسان په دې نوم چې د پنجشېر دي، نیولي او شکنجه کړي دي.

طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب