شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد امنيت شورا رييسه: ط وښوده، چې دوی هر ډول نا معقوله...

د امنيت شورا رييسه: ط وښوده، چې دوی هر ډول نا معقوله عمل ترسره کولای شي

تاند:( دوشنبه، د ثور نولسمه) ‏ ‏د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي ریيسه او په دغه سازمان کې د امريکا متحده ايالاتو سفیره مېرمن لیندا توماس گرینفیلد وايي، چې د ښځو د « حجاب» په پلمه د طالبانو د واکمنۍ قيوداتو ښودلې، چې طالبان د هر ډول نا معقوله کار لپاره چمتو دي.

نوموړې د یادې پریکړې له نا معقول ګڼلو سره ويلي، چې دا پريکړه نړۍ ته د اندیښنې وړ ده.

مېرمن توماس زياتوي:« موږ له لومړۍ ورځې ویل، چې د طالبانو په اړه د قضاوت معیار د دوی خبرې نه، بلکې هغه عمل دی چې سرته يې رسوي. د مور په نړیواله ورځ د حجاب په پلمه د طالبانو پریکړه ټولې نړۍ ته د اندیښنې وړ ده».

هغه په ورته وخت کې وويل، چې امريکا متحده ايالات به د افغانستان له ښځو څخه د خپل ملاتړ کچه دوه برابره کړي.

د طالبانو د مشر هبت اله اخندزاده د نوي فرمان له مخې، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.

په فرمان کې راغلي، چې د ښځو له سترګو پرته ټول وجود یې باید پوښلی وي او د سرغړونې په صورت کې به د ښځو د کورنۍ سرپرستان درې ورځې بندیان او تر دې هم ممکن ډېر مجازات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب