Homeخبرونهد کانونو او پټروليم وزارت: تېره اوونۍ ‌مو ۲۳۲ ميليونه افغانۍ عوايد...

د کانونو او پټروليم وزارت: تېره اوونۍ ‌مو ۲۳۲ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړي

تاند(دوشنبه، د ثور ۱۹ مه) د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر شپږمې نېټې پورې یې څه باندې ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې د غويي میاشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې ۳۳۲ میلیونه ۸۰۷ زره او ۶ افغانۍ عواید راټول کړي دي، وايي دا د‌ هېواد په عوايدو کې د تېرې اوونۍ بې ساری پرمختګ دی.

 

سرچینه زیاتوي:

د روانې غويي میاشتې په لومړۍ نیټه ۲۱،۹ میلیونه، په دوهمه نېټه بیا ۱۳،۱ میلیونه، په درېیمه ۲۷،۴ میلیونه، په څلورمه ۳،۸ میلیونه، په پنځمه ۱۷ میلیونه او په شپږمه نېټه ۲۴۹،۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...