شنبه, مې 18, 2024
Home+د مهارت او بریالیتوب لپاره ۱۰ګامونه

د مهارت او بریالیتوب لپاره ۱۰ګامونه

پردېس

که په هېڅ ډول د يو کار وړتيا ونه لرو؛ نو څنګه کولی شو چې په هغه کار کې بريالي شو؟ د ساعتونو لګولو ته اړتيا نشته، بلکې په خپل مسير کې د مخکې تګ او د تمرين ډول او څرنګوالی مهم دی.

په دې ليکنه کې به تاسو وشئ کولی چې د دې ۱۰ ګامونه په مرسته په خپلو کارونو په بشپړ ډول برلاسي شئ، د برياليتوب تر سرحده يې ورسوئ او پکې مهارت ترلاسه کړئ:

۱- هغه مهارت چې تاسو غواړئ پکې ماهره شئ، مشخص يې کړئ.

تمرکز مو محدود کړئ. هر هغه کار چې تاسو غواړئ پرې برلاسي شئ، پوره هڅه وکړئ چې بشپړ تمرکز پرې ولرئ. تمرکز د بريا کيلي ده.

۲- د هغه مهارت د ښه والي په لاره کې، ځان ته دوره يي موخې وټاکئ.

که غواړئ، په وينا کې مهارت ترلاسه کړئ؛ دوره يي موخې ورته وټاکئ. د بېلګې په ډول: لس ويناوې ټارګېټ کړئ او د دې لسو ويناوو لپاره داسې پلان جوړ کړئ، چې په اتمه، نهمه او لسمه وينا کې بايد ستاسو د لومړۍ، دويمې … وينا ستونزې تکرار نشي.

۳- ځان ته قناعت ورکړئ.

تل ځان سره دا احساس ولرئ چې ولې غواړم په دې برخه کې مهارت ترلاسه کړم؟ ولې مې دا برخه د ځان لپاره ټاکلې ده؟ که په دې برخه کې پوره مهارت ترلاسه کړم، نو څه حالت به ولرم؟ همداسې ورته پوښتنې له ځانه وکړئ او د ځوابونو په مرسته ځان ته قناعت ورکړئ.

۴- د برياليتوب مهم او حياتي عوامل مشخص کړئ او د خپل قوت ټکو ته ښه والی وروبښئ.

هر هغه کار چې تاسو یې هيله لرئ، پکې مهارت ترلاسه کړئ؛ فکر پرې وکړئ چې ستاسو د برياليتوب او ضعف ټکي پکې کوم دي. د ضعيف ټکي مو د تمرين په مرسته له منځه يوسئ او د قوت ټکو ته مو غښتلتيا ورکړئ.

۵- داسې يو تصور رامنځ ته کړئ چې په څرګند ډول دا وښيي چې برياليتوب او ماته په څه بڼه ده.

هر سهار يو شېبه يوازيتوب اختيار کړئ او فکر وکړئ څنګه کولی شم په خپله برخه کې لاغښتلی شم او پرمختګ وکړم. ښه او بد تصور کړئ او چورت ووهئ چې څنګه مخکې تګ کولی شم. برياليتوب او ماته؛ دواړه تصور او تجسم کړئ.

۶- ستونزمن تمرينونه انتخاب کړئ.

د مشاهيرو او لويانو يادښتونه او کتابونه مطالعه کړئ، چې هغوی څنګه خپلو برخو کې د بریاليتوب لوړو څوکو ته رسېدلي دي. د هغوی تمرينونه کاپي کړئ او خپله پرې عمل وکړئ. البته که هغه تمرينونه هرڅومره ستونزمن هم وي.

۷- خپل برياليتوب اندازه کړئ او ويې ارزوئ.

د هرې بريا څخه وروسته، ځان وارزوئ؛ چې څنګه او د کومو عواملو په اساس په دې برخه کې بريالي شوئ. ارزونه د برياليو کسانو ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.

۸- سالم رقابت وکړئ.

په ټولګي، کارځای او کور کې بايد تل د افرادو او اشخاصو ترمنځ سالم رقابت موجود وي. سالم رقابت د کارونو د لا پرمختګ او چټکتيا لامل ګرځي. د نورو هم مسلکه ملګرو او همکارانو سره د سالم رقابت فضا رامنځ ته کړئ. خو پام مو وي چې د سالم او ناسالم رقابت ترمنځ بايد سرحد موجود وي.

۹- په منظم ډول ځان ته لوړې موخې وټاکئ، ترڅو تل پرمختګ وکړئ.

ځان ته منظمې او پرلپسې موخې وټاکئ، په لومړۍ مياشت کې بايد څومره پرمختګ وکړئ؛ په دويمه مياشت کې څومره… همداسې دوام ورکړئ او دا ټول يادداشت کړئ، ترڅو ځان ته مو تلقين ورکړی وي.

۱۰- هغه څه مو چې زده کړي، نورو ته يې زده کړئ.

کوم مهارتونه مو چې د وخت په تېرېدو سره زده کول، هڅه وکړئ چې په منظم ډول يې نورو ته هم ورزده کړئ. تشويش مه کوئ، په دې کار سره به ستاسو وړتيا څو چنده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب