تر ټولو لوی ژوی ډایناسور و، خو په اوسنيو ژويو کې سمندري نهنګ تر ټولو لوی دی
.سمندري نهنګ دېرش متره اوږدوالی او یوسلوشپږ ډېرش ټنه دروندوالی لري. دا ژوی دومره دروند دی لکه يوه مسافروړونکې الوتکه.
د هېښتیا خبره دا ده، چې دغه ژوی په دومره لويوالي سره يوازې د کريل په خوړولو ځان مړوي. کريل د چنګاښ په څېر ډېر واړه سمندري ژوي دي. نهنګ د کريلونو يوه یا دوې دانې نه خوري، پوره سيل یې یو ځای خوري، دا ځکه چې نهنګ په شواروز کې دوه ټنه خوراک ته اړتيا لري.
د انسان معده په پېنځه سوه ګرامو خوراکي توکيو مړېږي، نو فکر وکړئ چې د نهنګ معده به څومره لویه وي، چې دوه تڼه خوراکي توکي په کې ځاییږي.
بايد ووايو چې د سمندرونو هغه ځایونه، چې سمندري نهنګ په کې ژوند کوي، د ساتنې او جدي مراقبت ﻻندې دي تر څو يې نسل له منځه ﻻړ نه شي .