کلونه پخوا په يولرې ځای کې یو پاچا اوسېده. دغه پاچا به ډېری وخت ساده کالي اغوستل او د خلکو په منځ کې به داسې ګرځېده چې هېچا به هم نه پېژانده.
يوه ورځ پاچا له خپل يو وزير سره د يو کور له مخې تېريده. د کور په کړکۍ كې يوه ښکلې نجلۍ ناسته او خامک يې كاوه. نجلۍ چې پاچا او د هغه وزير وليدل، وروغوندې يې وويل: چای تياردی، ماسره يوه پياله چای نه څښئ؟
پاچا او وزير دواړه د نجلۍ کورته ورننوتل. نجلۍ چای راوړ.
پاچا پوښتنه وکړه:
لورکۍ ! مور او پلار دې چېرته دي؟
نجلۍ وويل:
((مور مې تللې ده، چې له يوه څخه دوه جوړ کړي. پلار مې تللی دی، چې لږ په ډېرو بدل کړي. )) پاچا موسکی شو او نجلی ته يې بيا وويل:
ستاسو کور ښکلی دی، خو يوازې يې دودرونه کاږه دي.
نجلۍ په ځواب کې وويل:
دودرونه به کاږه وي خو لوګی ترې سيخ پورته کېږي.
پاچا په لوړ اواز وخندل او نجلۍ ته يې وويل:
که چېرې زه تاته يوه زاڼه راولېږم ته يې بڼکې ویستلى شې؟
نجلۍ په خندا شوه او ویې ويل:
هو ولې نه ته خو يې راولېږه.
له دې سره پاچا او وزير دواړو له نجلۍ سره خدای پاماني وکړه اوله کوره ووتل. تر لږ مزل وروسته وزير پاچا ته مخ ورواړاوه او وېې ويل:
زه نه پوهېږم چې تاسو د څه لپاره داسې کوئ؟ تاسو خو پاچا ياستئ، نو تاسو ولې د عامو خلکو په کاليو کې له ماڼۍ څخه بهر وځئ او د عامو خلکو کورونو ته ننوځئ او له خلکو سره غږېږئ؟
د وزير د خبرو په اورېدو سره پاچا ته غوسه ورغله او له وزيره يې په قهرجنه لهجه وپوښتل:
ته د هغې نجلۍ د خبرو په مطلب پوه شوې؟ هغې زما د پوښتنې په ځواب کې څه وويل؟
وزير د نه په بڼه سر وخوځاوه.
د وزير سر خوځولو د پاچا غصه نوره هم زياته کړه. او په کاوړ يې وزير ته وويل: زه تاته درې ورځې وخت درکوم، ته به په دې درې ورځو کې ما ته د هغې نجلۍ خبرې مانا کوې. او که مانا دې نه کړې نور به ته زما وزير نه وې.
وزير هک او حيران په خپل ځای ودرېد. تر اوږده فکر وروسته نېغ په نېغه د نجلۍ کورته ورغی. له ستړې مه شې وروسته يې نجلۍ ته وويل:
زه غواړم په دې پوه شم چې ته له پاچا سره په کومه خبره غږېدې او ستا مطلب څه و؟
نجلۍ وزير ته وويل:
زه تاته هر څه وايم خو زما دهرځواب په بدل کې به سل د سرو زرو سکې راکوې.
وزير د هو په بڼه سر وخوځاوه او وار له واره يې څلور سوه د سرو زرو سکې نجلۍ ته ورکړې.
نجلۍ وويل:
زما مور قابله ده. د يوې ښځې ماشوم نړۍ ته راتله. نو له یوه څخه يې دوه جوړول. يوه يې مور او دوهم يې ماشوم.
بل دا چې زما پلار بزګر دی. هغه په ځمکه کې تخمونه شيندي اود لږو تخمونو څخه ډېر فصل ﻻس ته راځي، نو ما وويل: چې لږ په ډېرو بدلوي.
د وزير بریتونه له ډېرې غوسې جګ ودرېدل او خپل ځان ته په قهر شو چې زه ولې په دې خبرو نه پوهېدم.
وزیر بيا وويل: ښه نو د پاچا مطلب د کاږه دودرو نه څه و؟ نجلۍ وويل: پاچا غوښتل په دې پوه شي چې زه هوښياره يم او که هسې کږې وږې خبرې کوم.
وزير د دې خبرې په اورېدو سره نوره هم سور سور واوښت. مګر بله چاره يې نه درلوده بايد چې غلی شوی وای، ځکه د وروستۍ پوښتنې ځواب يې ﻻ نه و تر ﻻسه کړی. ده له غوسې نه په وچه ژبه وويل: او هغه زاڼه يې ولې د بڼکو د ويستلو لپاره تاته رالېږله؟
نجلۍ له خندا شنه شوه او ويې ويل: زاڼه ته يې! او د بڼکو مطلب يې دا څلور سوه سکې وې چې له تا مې تر ﻻسه کړې.
د يوې فولکلوريکې ترکۍ کيسې ژباړه