تر ټولو جګ ځړوبی په سویلي امریکا وینزویلا کې دی. دا ځړوبی انجل نومېږي چې اوبه یې له ۹۷۹ مترونو څخه په یوه مخ لاندې را غورځي. د دې اوبو لاندې څوک نه شي درېدای. ځکه د اوبو فشار یې دومره ډېر وي چې ښه سم سړی خوږوي!
په اروپا کې هم ځړوبي شته. خو د انجل له ځړوبي سره په هېڅ صورت سیالي نه شي کولای. د اروپا تر ټولو لوړ ځړوبی کریملیر نومېږي چې په اتریش کې دی او ۳۸۱ متره لوړوالی لري. ورپسې د المان د تري بېرګر ځړوبی دی چې په (شوارتځ والد) کې موقعیت لري او ۱۶۳ مترونو ته یې جګوالی رسېږي.
د نوموړیو دواړو ځړوبیو اوبه په څو پوړونو کې ځمکې ته را بهیږي.