ګلاپګوس د پاسيفيک (ارام سمندر) له ټاپوګانو څخه يو ټاپو دی، چې په اکوادور هېواد پورې تړاو لري. دغه ټاپو مليونونه کاله پخوا د اورغورځونکي د تېږو له پاتې شونو څخه جوړ شوی دی.
ګلاپګوس په هسپانيوي ژبه کې کيشب ته وايې او دا چې په دې ټاپو کې کيشبان د نورو کيشبانو په پرتله ډېر لوی دي، نو دا ټاپو هم د دې کيشبانو په نامه یانې ګلاپګوس نومول شوی دی. د دې ټاپو ژوي او بوټي په ټوله نړۍ کې بې ساري دي.
په نولسمه پېړۍ کې چارلس داروين د ګلاپګوس ټاپو ته سفر وکړ، چې د دغه بې ساري ټاپو ژوي او بوټي له نږدې وګوري او مطالعه يې کړي.
د ګلاپګوس د ژويو او بوټيو په هکله داروين خپله نظريه په دې ډول وړاندې کړه چې:((د ګلاپګوس ننني ژوي او بوټي د پخوانيو بوټيو او ژويو د ودې او رغونې يوه پر مختللي بڼه ده)).
بايد په یاد ولرو، چې نننی ګلاپګوس د طبيعت ساتنې د ډلو له خوا په خپله اصلي او پخوانۍ بڼه ساتل کېږي.