ماري سکلوداسکا کوري د ۱۸۶۷کال د نوامبر په ۷ مه نېټه د پولنډ په وارسا کې زېږدلې ده. لوړې زده کړې یې په پولنډ کې د فزیک او ریاضیاتو په برخه کې تر سره کړي دي. وروسته فرانسې ته تللې او هلته یې د کیمیا په برخه کې هم لیسانس اخیستی دی. ماري د پییر کوري په نامه له ځوان فرانسوي فزیک پوه سره واده کړی دی. ماري د رادیوم په نامه د رادیو اکتیف هغه عنصر کشف کړی دی چې تر دې پخوا چا نه پېژانده. رادیو اکتیف هغه مواد دي چې په خپله رژیږي. له رادیوم څخه د طب په برخه کې پراخه استفاده کېږي.
ماري په ۱۹۰۳ کال کې د فزیک په برخه کې او په ۱۹۱۱ کال کې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزې تر لاسه کړي دي. دا د نوبل په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې دا ګرانبیه جایزه یې دوه ځله اخیستې ده. ماري کوري د۱۹۳۴ کال د جولای په ۴ مه نېټه وفات شوې ده.