موږ اړ یوو چې خپل کمکیان او ماشومان وڅارو، همدا ماشوم که نن کم عمره او ماشوم دی، خو د سبا ورځې زلمی دی، ځوان دی او مشر دی. که نن ماشوم دی، خو سبا نه دی، عمر یې ډېرېږي، په مرور د وخت یې عقل خپله سر ته راځي، د خپلې کورنۍ، مشرانو او په ځانګړي ډول د کور د چارسبنال له لوري د ماشومتوب د وخت سره سم لګېدلي بندېزونه ورته په حقه ثابتېږي، نن اړ دی، څو په خپله پرې د قناعت ژبه وښوروي. له همدې کبله د انسان د حق او باطل د پېژندنې غښتلې قوه لري. سم او ښه ته له سمې زاویې کتلی شي او باطل ته له باطل.
د نومبر ۲۰ مه او د لړم میاشتې ۲۹مه هر کال په نړۍ کې د ماشوم د نړیوالۍ ورځې په توګه نمانځل کېږي، د سږ ۲۰۲۳ ز کال د نومبر ۲۰ مه بیا (هر ماشوم ته ټول حقونه) په شعار سره نړۍ کې ونمانخل شوه. ګرده نړۍ کې دا ورځ په دې خاطر د ماشوم د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، چې پوهاوی یې لوړ شي، ژوند یې له اسانتیاوو برخمن شي او په ټوله کې ښه والی ومومي. (په ۱۹۵۹ ز کال کې پر همدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو اعلامیه خپره کړه. په ۱۹۸۹ ز کال پر همدې ورځ عمومي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو کنواسیون هم برابر کړ. د نومبر ۲۰ مه له ۱۹۹۰ ز کال راهیسې د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ لخوا د ماشومانو د حقونو د اعلامیې او کنوانسیون په مناسبت د ماشومانو د نړیوالۍ ورځې په توګه نمانځل کېږي…) ۱
په دې ټول باوري یو او اعتراف هم پرې کوو، چې د نن ماشوم د سبا ورځې پادشاه دی، وزیر دی، والي دی، رییس دی، والسوال دی او د نورو مقامونو درلودونکی دی. که نن ماشوم بې واکه دی، د سبا ورځې واک دار دی، خپل یې اختیار او خپله یې خوښه.
ماشوم هم د خپل نظر د څرګندولو حق لري، ښه ده چې په خبرو کې ونډه ورکړو، نظر ته یې متقابل درناوی ولرو، د خوراک پر مهال یې له ځان څخه جلا نه کړو او په یو هوار شوي دسترخوان یې له ځان یو ځای کېنوو. په دې چارې سره ماشوم په ځان کې جرأت ویني، حوصله یې لوړېږي، د یووالي احساس ورسره پېدا کېږي، د ګډ کار او یو ځای ناستې – پاستې مورال ورسره ترلاسه کوي او په ټوله کې انساني کرامتونو ته په درناوي قایلېږي.
یو پلار په دې مکلف دی، چې د خپل ماشوم د روغتیا، ښوونې او روزنې، ټولنیزه او مذهبي روزنه او ورته د نورو حقوقو په ورکولو قایل و اوسي. دا یې باید لومړیتوبونه وي، ماشوم فلز نه دی، چې د فلزاتو په ګوزار سره سزا وویني او نه هم نبات دی، چې د تبر ګوزار دې وزغمي، دا ګل دی او ګل نازک دی، ان په جېب کې یې ګرځول هم د مړاوې کېدو لامل کېږي، نو ښه ده چې د ماشوم د ساتنې، پالنې او روزنې په اړه پورته ذکر شوي تدابیر په پام کې ولرو. که پلرونه او میندې د خپلو ماشومانو د ساتنې، رزونې او پالنې په برخه کې خپلو سترو مسوولیتونو ته ځير شي او د نه ترسراوي له کبله یې له زیانونو هم خبر شي، ښايي په دې هکله ډېر ژر غوڅ درېځ خپل کړي. ماشوم ته نه پاملرنه ماشوم بې زړه، بې جرأته او بې باوره لویوي، دا چاره بیا د دې لامل ګرځي، چې د ملت او دولت اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي او دا نو بیا ښکاره هم ده چې ماشوم دې بیا د دې پرواګیر هم نه دی.
موږ ډېر کله وینو چې بزګران په خپله کرکیله کې په ۲۰۰ شمېر کې بوزغلی نالوي، همدا ۲۰۰ شمېر د حاصل په ورکولو سره خپل شمېر لوړوي او په تفاوت د حاصل سره آن له شمېر هم وځي، که ماشوم حاضر وخت د کمکي والي او ارزښت نه ورکولو له کبله ګوښه شوی دی، دا به د سبا ورځې دومره ستر تاوان ولري، لکه له یو بزګر چې لسګونه جریبه ځمکه ورښت او ږلۍ وځپي او باقي پسې باقاعده سېلاب راشي، هر څه لولپه، فوف او فناه کړۍ، آن د کرکیلې ثبوت له منځه یوسي او هر څه تس – نس کړي. ځکه خو وایوو چې سالمه ټولنه له سالمې کورنۍ څخه جوړېږي، له همدې کبله که موږ ټولنې ته سم ماشوم نه وړاندې کوو، دا داسې ده، لکه یو چا ته ووایې، (لاړ شه، څو مجهز نفر درسره کړه، په خفیه توګه ځای ځای تخریبي کارونه وکړئ، ټولنه له بدمرغۍ او ناورین سره مخ کړئ، وهم او ترس خپور کړئ.)
اوس که موږ د سالمې ټولنې غوښتونکي یوو، بیا اړینه ده چې د نن ماشوم همدا نن په سمه توګه وروزو. په پښتنو کې دا ډېره مشهوره ده، چې وايي، (ماشوم شنه غوړګه/لښته ده، که نن یې هر لوری تاووې، کولای یې شې، خو چې سبا وچه شوه، لمرونو ووهله، بیا له قات کولو او تاوولو وځي، بیا زېل کوي او ماتېږي. نو چې نن دا نازک فکر سم لوري ته رهبري نه کړې، بیا یې څه وخت کوې؟
په افغانستان کې د نومبر ۲۰مه، دا ورځ هر کال په داسې توګه خال – خال ځای په ډېره کمرنګه بڼه نمانځل کېږي، چې افغان ماشوم له هغو ټولو حقوقو او د ژوند له اسانتیاوو بې برخې دی، کوم چې د نړۍ ماشومان لري. دا قصداً او عمداً نه کېږي، بلکې دلته پرلپسې جګړو او غربت دا ډالۍ موږ ته په واک کې را کړې ده.
یو څه چې زموږ په وس او واک کې دی، هغه زموږ ناسم، ناوړه او نا فکره دودونه دي چې لا یې هم په افغاني ټولنه کې کاروو. موږ ډېر کله ګورو چې د کلي یو شمېر نشه یان نه یوازې دا چې نشه يي توکي په پټه نه کاروي، بلکې د ماشومانو تر مخه یې په ښه خوند او ذوق کاروي، څکوي او په ټوله کې یې آن ډېری مهال ښه والی هم بیانوي. دا چاره د ماشوم په روان ډېره بده او ناوړه اغېزه کوي او نه باید داسې وشي.
دوهم بد عمل چې بیا موږ ته له ډېره پخوا په میراث را پاتې، هغه بیا د ماشوم استعمال دی، چې د نشه يي توکو د را وړلو لپاره مو ترې کار اخیستی. ښه ده چې دلته دوې کوچنۍ په لنډو الفاظو وړاندې کړو:
د جومات غاړه کې به ناست وي، یو ناڅاپه به غږ کړي:
- پیروکیه راشه، دوکان څخه یوه پوڼۍ نصور را وړه.
- چتیه را شه، له دوکان یو ډبی سېګرېټ راوړه.
په لوی لاس ورته هم سم اېښودل شوی نوم ورانوي او هم ورته د یو ناوړه، بد، مستي راوړونکي او وژونکي څیز فرمایش هم ورکوي، دا وخت ماشوم دوه تاوانه وکړل، یو دې ورته د غلط نوم اېښودو ذهنیت ورکړ او بل دې ورته د نشه يي توکو د کارونې باقاعده ست وکړ.
زموږ مشران او ځوان زلمي بیا ګورو چې د نن بالغ خو د پرون ورځې نابالغ او ماشوم ته د پخوا په سترګه ګوري، په متقابل درناوي ورته نه قایلېږي او ډېر کله خو ورته هماغه د ماشومتوب د وخت کیسې او خاطرې ور په زړه کوي، چې دا بد کلتور د وروسته پاتې ټولنو یوه ښکاره بېلګه ده.
ډېر کله به مو لېدلي وي، چې د نن ورځې نالوستي ځوانان خپلې کورنۍ په دې ملامتوي، چې ګویا په دوی یې لیک لوست نه دی کړی او ښوونځی یې پرې نه دی لوستی؛ حال دا چې کورنۍ به یې بیا – بیا هڅه کړې وي، څو بچی یې د ټولنې د لوستوالو سره سیال جوړ شي، خو څه به ناچاري وه، څه به د پرون ورځې د ماشوم غیابت او خپلسري تېښته او څه به د کورنۍ نه څار. پښتو کې متل دی:
(څه چاړه تېره او څه ابۍ ورسته)
که ټولنې ته یو سالم ماشوم وړاندې کول غواړو، بیا نو ښه ده چې په متقابل درناوي او ارزښت ورکولو ورته قایل و اوسو. پورته ذکر شوي موارد په نظر کې ونیسو، د عمل جامه ور واغوندو، ماشوم ته د ماشوم اصل حقوق په واک کې ورکړو او د سبا ورځې د مسوولیتونو څخه یې ځان اګاه کړو. هم به مو یو سالم ماشوم ټولنې ته وړاندې کړی او هم به ټولنه د نېکمرغۍ په لور یو ګام مخته وړې وي.