اندرس سلزيوس په ۱۷۴۴ میلادي کال کې په سويډن کې وزېږېد. د ده پلار او نيکه دواړه د خپل وخت نومانده رياضي پوهان وو. ده له وړکتوبه د نجوم او ستوريو له علم سره مينه درلوده. کله چې لوی شو په همدې برخه کې یې خپلې زده کړې بشپړې کړې او په ۱۷۳۰کال کې یې د اوپسالا په پوهنتون کې د استادۍ پيل کړه.
د ۱۷۳۶ م نه تر ۱۷۳۷ م کاله پورې د ځمکې د بېلابېلو برخو په څېړنو بوخت و. ده د خپلې څېړنې په پايله کې وويل: په قطبونو کې ځمکه کاملاً د توپ په څېر نه ده او د ځمکې دا برخه د ځمکې د نورو برخو په پرتله هواره ده. ده د لومړي ځل لپاره د ستورو د رڼا اندازه په تخنيکي وسايلو سره عملي کړه.
سلزيوس د لومړي ځل لپاره د خپلو څېړنو په پايله کې دا په ډاګه کړه چې اوبه په صفر درجه کې په خوټېدو او په ۱۰۰ درجو کې کنګل کېږي. خو پوره يو کال وروسته يې د خپلې څېړنې پايله معکوسه وښوده. ده وويل په صفر درجه کې اوبه کنګل کېږي او په ۱۰۰ درجو کې ايشيږي. په ۱۹۴۸کال کې د سلزيوس د څېړنې دا پايله په نړيواله کچه ومنل شوه او د حرارت درجې يې د ده په نوم ونومولې.
اندرس سلزيوس شاعر او ليکوال هم و. دی د ۴۲ کلنۍ په عمر د تبرکلوز د ناروغۍ له امله ومړ او د ګامله اوپوسالا په کليسا کې خاورو ته وسپارل شو .