یوه ورځ یو کارغه ډیر تږی شوی و، له تندې يې په خوله کې لاړې وچې شوې وې.
کارغه شاوخوا وڅارله خو اوبه يې تر سترګو نه شوې، نو ځکه د اوبو د پېدا کولو په مقصد له ونې ولوت.
کارغه ډير مزل وکړ، خو اوبه يې بیا هم ترسترګو نه شوې. اخر يې د یوې بلې ونې پر ښاخ دمه جوړه کړه.
ناڅاپه يې په یوه څاه سترګې ولګېدې، پړ شو، والوت او د څاه پر دیواله کیناست.
خو چې ګوري په څاه کې د اوبو پر ځای وچې خټې دي، کارغه ډير خفه شو، خو همت يې له لاسه ورنه کړ او له هغه ځایه هم والوت. تر لږ مزل وروسته يې د یوه کور په انګړ کې پر یوه منګي سترګې ولګېدې، په زړه کې خوشاله شو، وزرونه يې خلاص کړل او د منګي په لور وروالوت.
دا ځل نو د کارغه زړه نږدې و چې له غمه وچوي. ځکه چې په منګي کې اوبه دومره لږې وې، که کارغه هر څومره هڅه وکړه خو مښوکه یې ور ونه رسېده.
ناڅاپه یې له منګي لږ هاخوا او د ونې تر څنګ په وړو وړو شګو نظر پريوت، ورته ځير شو او په فکر کې څه وروګرځېدل.
کارغه له منګي پړپ… والوت، د شګو په منځ کې کيناست او یوه شګه یې په خپله مښوکه کې راواخيستله.
کارغه شګه منګي ته ورواچوله. دا عمل يې څو ځلې تکرار کړ. شګې به يې راخيستې او منګي ته به یې وراچولې. شګې د منګي بيخ کې پاتې شوې او اوبه ورو ورو د منګي سر ته راپورته شوې.
اوبه ورو ورو د منګي سر ته راوختې او کارغه ښه په مړه خېټه په اوبو ځان موړ کړ.
کارغه له خوشالۍ څو ځلې کاغ، کاغ، کاغ … وکړل، وزرونه يې پرانيستل او له پړپ سره په هوا شو.
خوږو ماشومانو! کارغه همت وکړ، ناهيلی نه شو او د خپلې هوښيارۍ په مرسته يې ستونځې ته د حل لار پيدا کړه. تاسې هم که خدای مه کړه له کوم مشکل سره مخ کېږئ نو ناهيلي کيږئ مه، که همت وکړئ نو د حل يوه ښه لار به ورته پېدا کړئ.
ژباړه: نورګل شفق