د ترېشلو (تهریشرو) وخت ممعمولاً مونږ ته دغنمو اوجوارو ستړې ورځې رایادوي ، دلوګرو او ترېشلو خاوندانو ښه کار پکې جوړ وي اوهمدې ورځو ته لورونه اوترېشل تېره کوي تر څومونږ تک سره غنم ترې وباسو او دوی تک سره نوټونه ترلاسه کړي . خو دولسمشرۍ ، ولایتي شورا او پارلماني ټاکنو وخت هم له ترېشلو سېزن څخه کم نه دئ ، ددې لپاره نورې بلاګانې ډېرې دي لکه : راډیوګانې ، ټلویزیونونه ، ورځپاڼې ، مجلې ، انټرنېټ ، دچوکونو او سرکونو پر غاړه لګیدلي بورډونه او حتی دښوونځیو بسونو ، دمشهورو دوکانونو او دځینو کسانو په ملا ، ټټر اوټنډو دکاندیدانو عکسونه او تبلیغات خپریږي.
هرڅوک غواړي همدې ورځو ته مجله ، نوې ټولنه او یا اخبار تیار … کړي ، ترڅو له کوم بې چاره کاندید سره خبره وکړي چې یو څه پیسې میسې راکړه ؛ ځکه زمونږ ټولنه اومجله ډېر ښه مینوال او کسان لري ، ته بې غمه اوسه بس کامیاب یې ، نور خو څه کوې انشاالله هم نه ورسره وايي ، دوی یې ذمه وار وي . بس ددوی پتې سترګې کاندیدانو هم لومړی ځل وي څه یې نه وي لیدلي ، نور که ددوی مجله ، ټلویزیون او راډیو مینوال لري او که نه لري خو کاندید غریب په خرچه کې راولي . اوس هغه وخت تللی چې ولس دې دوکه شي ، تېرو تجربو وهلي دي په هسې وعدو نه غولیږي اوس وخت کې کاندیدان غلطوي ، ځکه ځینې یې وايي چې هسې یې هم په ظلم او ناروا لارو پیسې لاسته راوړې دي مکه چې همداسې ورسره وشي اویا ددې لپاره چې بې سواده خلکو په رشوت جعلي اسناد اخیستي دریاست وړندي ، هسې خیانت دی ؛ ځینې مونږ عملي ولیدل چې په همدې ورځو کې دریاست کولو چل ول له یو اوبل نه زده کوي ترڅو په ریاست کې ونه شرمیږي ، داهم هغه ټوکه شوه چې دیوې کونډې لور مخکې څه نه زده کول ، کله یې چې د واده ورځ راورسیده نو مور یې ورته وویل چې هله لورې ژرکوه دکندو تر شاه پټه شه ګنډل اوسکنډل زده کوه چې بیا دې وړي !؟ نو ځکه خو خلک نه دي پرې ملامت چې کوم با استعداده او وطن پرست خلک دي هغه څوک نه ودروي ، که ودریږي هم څوک رایه نه ورکوي ؛ ځکه پیسې او واسطه نه لري او ددولتي زورواکو هم پکې ګټه نه وي . کاشکې دا دپیسو او واسطو کلتور(رواج) ختم شي او پخپله خوښه یو ایمانداره ، روښانفکره او د ولس په غم غمجن شخص ځانته انتخاب او کامیاب کړي . که دا دوی وي او داسې بد حال یې را اخیستی وي ، نو خدای مکه چې وطن خو څه کوې ؛ چې خلک اوبچیان به راڅخه لیلام شي . یوه بله مهمه خبره داده چې ډېری خلک درايې کارت هم نه لري یوه ورځ مې له کوم چا وپوښتل چې چاته رایه ورکوې ؟ ویې ویل چې اشرف غني ته . ورته ومې ویل چې درایې کارت دې اخیستی ؟ ویې ویل نه والله کارت خو مې نه دی اخیستی . ښه نو بیا څنګه رایه ورکوې ؟ ویل یې نه پښتون دی ، په نړۍ کې دوهم مفکر دی ، خو په خبره یې سر نه خلاصیده ما هم دغسې په توره تیاره کې پرېښود.
ځینې کاندیدان غریبان بیا په ملایانو تعویزونه کوي ، پالونه ګوري چې څنګه زما دکامیابۍ چانس شته اوکه هسې په خلکو پښې اړوم ، ځینې یې بیا له اوسه نه په خلکو ورچغیږي اوپه موټرو یې وهي ځکه یو څوژنکیو دکلي په دوکان کې غورې پرې ورته کړې وي چې کامیاب خویې ، خو چې اوس ژر انتخابات وشي . اوس خو لکه مخکې مو چې یاده کړه نه کاندیدانو په خپلو وعدو عمل کړی او نه ولس دچا لیاقت اوزړه خوراک ته کتلي.
ځوانان ډلې ، ډلې راځي دسپورت او فرهنګي توکو غوښتنې کوي ، نن دلته ګېډه وپړسوي او دبل کاندید راز ورته راوړي ، سبا له بل کاندید سره همدا لوبه کوي ، همدارنګه کاندیدان په ولس بې باوره شوي دي سمه وعده نه کوي هسې هههه ورته کوي نور چې کله کامیاب شي بیا تلیفون ته ځواب هم نه ورکوي . سایل صیب چې کله پارلماني ټاکنو ته ولاړ و همدغه شعر یې ویلی و :
ولس جانان که نو د ټول ولس جانان به شې
که لږ پخپله ځمکه ودریږې اسمان به شې
کوم کاندیدان چې د انتخاباتو له لېست نه لرې شویدي هغوی ته د جميل صبر غوښتنه کوو.