د نړۍ تر ټولو لوی اکواریم د (جورجیا اکواریم ) د امریکې په اتلانتا کې دی. دا اکواریم ۸۱۰۰۰ متر مربع مساحت لري او ۱۲۰۰۰۰ ډوله کبان پکې ساتل کېږي.
د دې اکواریم په جوړولو ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالره لګېدلي دي. دا لګښت د (هوم ډیپو) د شرکت یو تن غړي (Bernard Marcus) ورکړی دی. دا اکواریم د ۲۰۰۵ کال د نوامبر په ۲۳ نېټه د لیدونکو پر مخ پرانیستل شو. د جورجیا د اکواریم د لیدونکو شمېر په یو کال کې دوه نیمو میلیونو تنو ته رسېږي.
په دې اکواریم کې د خوږو او مالګینو اوبو دواړه ډوله کبان او نور سمندري ژوي ژوند کوي. د دې اکورایم ټولې شیشې د مخصوص کیماوي ترکیب څخه چې شفاف پلاستیک ډوله (Poly(methyl methacrylate) (PMMA)) خاصیت لري، جوړې شوې دي.
په دې اکواریم کې د اوبو لاندې تونلونه هم شیشه یې دي. کله چې کبان د اوبو په تل کې تونلونو ته ننوځي نو پرته له کومې ستونزې لیدل کېږي. په دې اکواریم کې د نورو کبانو تر څنګ نهنګ، سپین نهنګ او وزر لرونکي کبان هم ژوند کوي.