ځينې خلك نوي زېږېدلي ماشومان تر ډېره عمره نه مينځي، دوى وايي ماشوم به ناروغ شي. خو خبره دا ده چې اكثره ناروغۍ له ناولتيا راپيدا كېږي. كه ماشوم پاك وي، نه مريضېږي. تاسې كولاى شئ چې ماشوم په دوېمه يا درېيمه ورځ په اسانۍ سره پرېمينځئ. په ګرمه كوټه كې، مثلاً كله چې كوټې ته لمر راغى، يو سپنج راواخلئ، په تړمو اوبو يې خيشت كړئ. بيا يې داسې ونښتيځئ چې ټولې اوبه يې تويې نه شي، بلكې يو څه اوبه په كې پاتې شي. بيا د ماشوم ټول بدن له سره تر پښو پورې په سپنج باندې ومينځئ. البته د ماشوم نوم به په پاك ټوكر باندې وپوښئ چې لوند نه شي. د ماشوم نوم چې ولوېد، بيا بې غمه كولاى شئ چې ټول بدن يې په اوبو او شامپو يا په صابون باندې پرې مينځئ. د ماشومانو لپاره ځانته شامپو او جلا صابون وي چې سترګې نه سوځوي او پوټكي ته زيان نه رسوي. ماشوم بايد په
اوړي كې په هرو دوو يا درېو ورځو كې يو وار
پرې مينځو، خو په ژمي كې بيا اوونۍ كې يو ځل لمبول هم كافي وي، خو په دې شرط چې مخ لاس او تر نامه لاندې بدن يې هره ورځ پرې مينځو. كله چې د ماشوم سر مينځئ، هغه پړ مخې ونيسئ. په دې توګه به د ماشوم په غوږونو او په پوزه كې اوبه نه ننوځي.
د اوبو د ګرموالي د اندازې د معلومولو لپاره په خپل څنګل يا د مړوند په پاسنۍ برخه اوبه واچوئ، كه اوبه ګرمې وي خو سرې نه وي، سمې دي. د دې لپاره چې ماشوم مو ژوبل نه شي، د تال (تشت) په خوله كې يو نيلوني ټوكر وتړئ. ماشوم چې په ټوكر باندې واچوئ نو ټوكر به يو څه كښته ځي؛ خو د تال تل ته به نه رسېږي.
كه د ماشوم نوكان هم تر لمبولو وروسته ونيسئ؛ نو ښه به وي، ځكه چې په دې وخت كې نوكان نرم وي. اكثراً ماشوم تر مينځلو وروسته شيدې غواړي او ويده كېږي. د تي وركولو په وخت كې هم د ماشوم نوكان په اسانۍ سره نيولى شو. د ماشومانو لپاره داسې كوچنى نوك نوسى (ناخن ګير) واخلئ چې څنډې يې تېرې نه وي. كه د نوك نوسي څنډې تېرې وي، نو ممكن د ماشوم د نوكانو ورۍ رانه ژوبله شي.
د ماشوم نوم تر هغې پورې چې لوېږي، بايد وچ وساتل شي. ماشوم چې تړئ، نو په نامه باندې يې يو جلا پاك ټوكر واچوئ. ځينې خلك د ماشوم په نامه باندې سرخي پوډر يا رانجه اچوي. دا كار سم نه دى. كه نوم وچ او پاك وساتل شي، پخپله به ښه شي او وبه لوېږي. كه د ماشوم د نامه د شاوخوا پوستكى سور اوښتى وي، يا يې نوم زوه كړې وي؛ نو هرو مرو به يې ډاكتر ته ورولئ.
د ماشوم د پېچلو لپاره نخي ټوكر (هغه ټوكر چې له مالوچو جوړ وي او د نيلون او پلاستيك تارونه ونه لري) واخلئ. نو زېږى ماشوم به په ورځ كې اته وارې رڼې ميتيازې كوي او لږ تر لږه درې وارې خړې ميتيازې. نو بايد ټوكر يې ژر ژر بدل شي، كه يې ټوكر ژر ژر بدل نه كړو، نو په پوټكي به يې سرې دانې راوخېژي او په عذاب به يې كړي. ټوكر تر پمپر په څو لحاظه ښه وي، يو خو پمپر قيمته وي او د هر چا وس ورته نه رسېږي، بل دا چې سرې دانې له پمپر سره ډېر راخېژي او درېيمه خبره دا ده چې پمپر چاپېريال چټلوي. ټوكر خو بيا بيا پرې مينځل كېږي او بېرته كارول كېږي مګر پمپر به ايسته غورځوې. خو ميندې بايد دې ته هم پام وكړي چې د ټوكرانو تر منيځلو وروسته خپل لاسونه په صابون باندې پاك پرې مينځي او كه د ټوكرانو د مينځلو پر وخت دستكشونه په لاسو كړي لا به ښه وي. ټوکر به تر مینځلو وروسته د کافي وخت لپاره لمر ته وغوړوئ. لمر میکروبونه وژني. تر وچېدو وروسته د ټوکر اتو کول هم میکروبونه ختموي. كه نوزېږى مو نجلۍ وي؛ نو د پاكولو پر وخت د هغې كوناټى له مخې څخه شا طرف ته پاك كړئ. دا د دې لپاره چې ميتيازې د هغې مهبل ته ورنه شي او ميكروبي يې نه كړي.
په اكثرو سيمو كې رواج دى چې خپل خپلوان د نوزېږي او د مور ليدو ته يې په شپږمه يا اومه ورځ ورځي؛ اوس پوهان وايي تر يوې مياشتې پورې بايد څوك د ماشوم مباركۍ ته ورنه شي. دا په دې خاطر چې د ماشوم د بدن دفاعي سيستم كمزورى وي، كه يو مېلمه ساري ناروغي ولري، نو ماشوم ته به هم سرايت وكړي. مياشت وروسته هم چې خلك يې ليدو ته ورځي، بايد ماشوم ښكل نه كړي او ډېر ورنژدې نه شي. يوه مياشت د مور د صحت د ښه كېدو لپاره هم مناسب وخت دى او هغه به هم له مېلمونو سره بې تكليفه كېناستى شي او مجلس به ورسره کولاى شي. موږ بايد په خپلو ځينو رواجونو له سره غور وكړو.