مرغۍ هم د انسانانو په څېر د وجود د تودوخې د ساتلو لپاره کاليو ته اړتيا لري. د دوی کالي د دوی بڼکې دي، چې په کال کې يې دوه ځله بدلوي.
د مرغيو پر وجود باندې نوې بڼکې راشنې کېږي او زړې بڼکې تويېږي. موږ يوازې هغه بڼکې وينو چې تويې شوي وي.
که چېرې لومړی د مرغیو بڼکې تويېدی او بيا وروسته نوې بڼکې را زرغونېدی، نو دوی بيا الوت نه شو کوﻻی او په ډېرې اسانۍ به د نورو ژوو له خوا ښکار کېدلې.