نن مې د بواسیر ناروغۍ په هکله یو څه معلومات درته برابر کړي دي؛ د دې لپاره چې دا ناروغي د شرم په ځای کې ده نو په دې هکله اکثره ناروغان، سره له دې چې سخت دردونه به هم تېروي، خو خپل حال به چاته نه وایي، نو له ستاسو څخه هیله کوم بې له کوم شرم څخه له خپل ډاکټر سره دا موضوع شریکه کړئ او له دې شر څخه خپل ځان خلاص کړئ. دا یوه ناروغي ده او په دې کې د شرم هیڅ خبره نه شته.
بواسیر يا Hemorrhoids
د عوامو په ژبه بادمواسیر څرنګه ناروغي ده؟
د لويې کولمې يا مقعد په اخرنۍ برخه کې د شته وريدونو لويوالي، پړسېدلو او يا هم کله کله د دې وريدنو سوري کېدو ته چې د وينې د بهېدو لامل ګرځي هيموريد يا په عامه ژبه باد مواسیر وايي.
دا وريدونه د يوشمير عواملو او فشار په واسطه د وينې د غونډېدو له امله پړسېږي چې د تغوط د فعل په وخت ناروغ ته درد پيدا کوي؛ د غايطه موادو او زور وهلو په واسطه ترې وينه را وځي.
یعنې؛ د مقعد په وروستۍ برخه کې چې کوم د وینې وریدونه دي د یو شمېر عواملو او فشار له امله په کې وینه غوڼډيږي او کڅوړه کیږي چې د تغوط یا تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته ستونزې پيښوي حتا زخمي کیږي او د وینې د بهیدو لامل ګرځي.
بواسير د مقعد په خارجی او داخلی برخه کې وي چې لومړی هغه يې خارجی او دوهم يې داخلی بواسير بلل کېږي؛ هم په ښځو او هم په نارینه وو کې منځ ته راځي. عموماً هغو کسانو ته چې عمرونه یې له پنځه څلویښت تر پنځوس کلنو ترمنځ وي، دا ستونزه ډېره پېښېږي.
بواسیر کېدای شي د مقعد په وروستۍ برخه یا هم دننه وي چې لومړۍ ته يې خارجي او دوهم ته یې هم داخلي بواسیر ویل کېږي.
د تغوط د فعل په وخت يا ورڅخه وروسته د مقعد په برخه کې درد او سوی، د تغوط د فعل په وخت کې د وينې بهېدل، د مقعد په داخل يا خارج کې د دانې يا کتلې شته والی، د مقعد پړسوب او التهاب د دې ناروغۍ مهمې نښې دي.
ټول هغه عوامل چې د مقعد په برخه کې په رګونو کې د فشار راوستو لامل کېږي د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو امکانات زیاتوي لکه د ډېر وخت لپاره په ولاړې باندي کار کول، يا د دوو پښو په سر باندې دوامداره او د ډېر وخت لپاره کښیناستل، دوامداره قبضيت، همدارنګه چاغوالی هم کېدای شي د مقعد په برخه کې په شته رګونو باندي ځينې وخت د فشار د اچولو لامل شي چې دا فشار په چاغو وګړو کې د اناتومي سیستم د ګډوډي له امله وي، دا ګډوډي هم په یادو رګونو باندې زور راوړي او په پایله کې د هيموروید ناروغۍ ته لاره هواروي.
همدارنګه د فزیکي فعالیت کموالی، په خوړو کې د اوبلنو، نرمو او فایبر لرونکو څيزونو کموالی او د ډېر وخت لپاره قبضيت لرل او په خپله د وزن ډيریدل، په ښځو کې میندواري، د وینو د غوړو زیاتوالی، سیروز (د ځیګر ناروغي)، او وریکوزیس، په زړو خلکو کې د عضلاتو شل والی او د رګونو د مقاومت کمزوري هم د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو لپاره لاره هواروي يا په بله ژبه پورته ټول لاملونه چې د مقعد په رګونو باندې فشار واردوي د دې ناروغۍلاملونه دي.
ځينې طبي کتابونه خو د وینې لوړ فشار د کولمو سرطانونه او د ځيګر او صفرا د کڅوړې ناروغۍ هم د هيموروید لاملونه ګڼي ځکه چې صفرا او ځيګر د خوراکي موادو په هضم کې رول لري.
همدا راز قبضیت په تېره بیا دوامداره قبضیت هم په همدې رګونو فشار واردوي چې د قبضیت لاملونه بیا بیل دي د مثال په ډول د وچو او قبض راوړونکو خوراکونو خوړل د میوو او سبو یا هغو غذايي موادو کم خوړل چې فایبر لري.
په بله لیکنه کې به له دې ناروغۍ د ځان ساتلو لارې دروښیوو.
په تاند کې د دې ناروغۍ په اړه نورې لیکنې: