سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+بواسیر یا هموروئید څه شی دی، څنګه یې مخه نیولی شو؟

بواسیر یا هموروئید څه شی دی، څنګه یې مخه نیولی شو؟

تاند – بواسیر یا هموروئید یوه عامه ناروغي ده چې د ځانګړتیاوو له امله یې په اړه لږ خبرې کېږي، خو ډېره ځوروونکې ده.

بې‌ځایه نه ده چې دا ناروغي «زموږ د وخت ناروغي» ونومول شي ځکه د هغې د رامنځته کېدو عوامل ټولو ته ښه پېژندل شوي دي:

  • پر یوه ځای ډېره ناسته
  • د قضای حاجت لپاره په تشناب کې اوږده ناسته
  • بې‌تحرکه ژوند
  • چاغښت
  • د پروسس شویو خوراکي توکو استعمال
  • د فایبر لرونکو خوړو نه خوړل
  • د کافي مایعاتو نه څښل
  • فشار او ذهني پریشاني

خو بواسیر څه دی، څنګه یې مخه نیول کېدای شي او که پرې اخته شو، څه باید وکړو؟

بواسیر څه شی دی؟

د استانبول آتیلیم پوهنتون د عمومي جراحي استاد، پروفیسر ډاکټر محرم اوزتاش، بواسیر داسې تشریح کوي:
«دا ناروغي د هغو تر ټولو عامو ناروغیو له ډلې ده چې موږ په عمومي جراحي کې ورسره مخامخ کېږو او پراخ ټولنیز اغېز لري، ځکه چې کله د دې ناروغۍ نښې څرګندې شي، د ناروغ عادي ژوند ګډوډوي او ډېر دردوونکې وي.»

د ترکیې د مقعد او کولمو د جراحي ټولنې مشر، پروفیسر ډاکټر فزا یاربوغ کاراکایلي، وايي:
«هموروئید اصلاً د بدن یوه برخه ده چې ټول یې لرو. دا د مقعد په پای کې موقعیت لري او د وینې له رګونو او نسجونو څخه جوړ شوی دی. له همدې امله سمه خبره دا نه ده چې ووایو ‘زه بواسیر لرم’، بلکې باید ووایو ‘زه د بواسیر په ناروغي اخته شوی یم.’»

پروفسور اوزتاش زیاتوي:
«دا ناروغي د وخت په تېرېدو سره د دې رګونو د پراخېدو او نرمېدو له امله منځ ته راځي. کله چې نښې لکه خارښت، درد او وینه بهیدا پیل شي، دې ته د بواسیر ناروغي ویل کېږي.»

هر څو ځلې اخته کېدل؟

که څه هم دا یوه عامه ناروغي ده، خو د دې لپاره کوم علمي شواهد نشته چې څو ځله څوک پرې اخته کېږي، ځکه چې دا بې‌خطره ناروغي ګڼل کېږي او په اړه یې احصایې نه دي راغونډې شوي.

ډاکټر اوزتاش وايي:
«موږ دې ناروغۍ ته لکه د اپنډیسیت، د صفرا کیسې او فتق په څېر ګورو. دا ناروغۍ د روغتونونو د ۷۰-۸۰٪ فعالیتونو برخه ده او له همدې امله د دې ناروغۍ د پېښېدو دقيقه کچه نه شو ویلای.»

ډاکټر کاراکایلي، چې د استانبول په باشکنت روغتون کې کار کوي، وايي:
«په دې وروستیو کې موږ وینو چې ډېر ځوانان د بواسیر په ناروغۍ اخته شوي دي. دا ښایي د ناروغۍ په اړه د زیات پوهاوي له امله وي، خو بې‌حرکته ژوند او ناسالم خوراکي رژیمونه یې لوی عوامل دي، او له همدې امله ورته ‘د دې وخت ناروغي’ وایوو.»

پروفیسر اوزتاش وايي:
«زما د شخصي تجربې له مخې، زه اوس ډېر ځوان ناروغان ګورم. داسې ښکاري چې د دې ناروغۍ عمر ټیټ شوی دی.»

څنګه یې مخنیوی وشي؟

د متخصصانو په وینا، د قبض مخنیوی د بواسیر د ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو مهمه لار ده.

پروفیسر اوزتاش وايي:
«خلک باید په اسانه او پرته له فشاره قضای حاجت وکړای شي. دا یوازې د قبض د مخنیوي له لارې شونی دی.»

«د دې لپاره باید فایبر لرونکي خوراکي توکي لکه غلې او مېوې وخوړل شي، ډېر مایعات وڅښل شي او فزیکي فعالیت او ورزش وشي.»

پروفیسر کاراکایلي د تشناب د عادتونو یادونه کوي:
«په تشناب کې اوږده ناسته، بې‌ځایه تشناب ته تګ یا تشناب ته د تګ وخت ځنډول، په دفتر کې د اړتیا په وخت کې نه تلل، او تر بلې ورځې پورې صبر کول د قبض د پیدا کېدو عوامل دي. همداراز په تشناب کې د ټیليفون کارول یا ورځپاڼه لوستل هم د دې ناروغۍ لامل ګرځي.»

اوزتاش زیاتوي:
«هر څه چې د خېټې دننه فشار زیات کړي، پر هموروئید فشار زیاتوي. د اومیندوارۍ په موده کې ښځې ډېر ځورېږي، خو له ولادت وروسته دا حالت ختمېږي.»

درملنه څنګه کېږي؟

د عام تصور خلاف، جراحي د دې ناروغۍ لومړۍ حللاره نه ده، بلکې وروستۍ حللاره ده.

پروفیسر اوزتاش وايي:
«موږ لومړی هڅه کوو چې د دې ناروغۍ د ټولو لاملونو مخه ونیسو.»

«که ناروغ قبض ولري، لومړی باید دا حل شي، ځکه که جراحي وکړو او قبض پاتې وي، ناروغي بېرته راځي.»

«ستاسو تر ټولو لویه ستونزه درد، وینه بهیدا او خارښت وي. موږ دا لارښوونې کوو:

  • د ذهني فشار او پریشانۍ کمول
  • د فایبر لرونکو خوړو خوړل
  • فزیکي فعالیت
  • د کافي اوبو څښل.»

ایا طبيعي درملنې ګټورې دي؟

ډېرې طبيعي لارې د بواسیر لپاره وړاندیز کېږي، خو متخصصان وایي پرې باور مه کوئ.

پروفیسر کاراکایلي وايي:
«بواسیر ډېر ډولونه لري او دا موضوع باید جدي وګڼل شي. موږ هېڅ ډول طبيعي درملنه نه وړاندیز کوو.»

ډاکټر اوزتاش وايي:
«که اړتیا وي، موږ ښه درمل او د جراحي امکان لرو. اړتیا نشته چې نورې لارې وپلټو.»

ایا د وینې بهیدا د اندېښنې وړ ده؟

پروفیسر کاراکایلي ټینګار کوي:
«د مقعد د وینې بهیدا باید جدي ونیول شي. دا چې هره وینه بهیدا د بواسیر له امله وي، ناسمه خبره ده. اوس موږ په ۱۵٪ کسانو کې له ۵۰ کلنۍ څخه کم عمره خلکو کې د کولمو او مقعد سرطان ګورو. باید په هر صورت ډاکټر ته لاړ شئ.»

اوزتاش زیاتوي:
«ډاکټر باید، پرته له دې چې د ناروغ عمر څه دی، که اړتیا وي او د سرطان شک وي، کولونوسکوپي وکړي. له ۴۵ کلنۍ وروسته باید په منظم ډول کولونوسکوپي وشي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...