شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهاتریش کې پر یوه ښوونځي برید؛ ۱۰ زده کوونکي وژل شوي

اتریش کې پر یوه ښوونځي برید؛ ۱۰ زده کوونکي وژل شوي

تاند「چهارشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۱مه」‏د اتریش په ګراز ښار کې د ښوونځي پر زده کوونکو ډزو کې ۱۰ تنه وژل شوي او وروسته بریدګر خپل ځان هم وژلی دی.

پولیس وايي بریدګر ۲۱ کلن پخوانی زده کوونکی دی.

تر اوسه د برید د انګېزې په اړه څرګند معلومات نه دي خپاره کړي.

د اتریش لومړي وزیر، کریستیان ستوکر دغه پېښه د هېواد په تاریخ کې «توره ورځ» بللې او له برید وروسته یې ګراز ښار ته په خپل سفر کې درې ورځنی ملي ماتم هم اعلان کړ.

برید د آلمان لومړي وزیر سربېره یو شمېر نورو بهرنیو مشرانو او چارواکو له لوري غندل شوی
او له قربانیانو سره خواخوږي ښودل شوې ده.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې هم یوه بریدګر د اتریش ویانا ښار په مرکز کې ۴ تنه ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...