Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۲ نورې سوداګریزې هوکړې وشوې

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۲ نورې سوداګریزې هوکړې وشوې

تاند (دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه) د بلخ ولایت د والي ویاند حاجي زید وايي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوې نوري سوداګریزي هوکړي هم شوي دي.

حاجي زید پرون شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د یادو هوکړو پر اساس به د افغانستان سکاره دغه هیواد ته صادرېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، په دې سره به د سیمنټو بیې راکښته او د درملو په وارداتو کې به افغانستان یو بل بدیل هم پیدا کړي.

دا هوکړې داسې مهال شوي چې، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې افغانستان او د دغه هیواد د ځمکني او هوايي دهلېز تړون هم لاسلیک کړ.

د دغه تړون  پر اساس به د افغانستان مېوې، کرنییز محصولات او بسته بندي شوي غوښې ازبکستان او د دغه هیواد له لارې منځنۍ او جنوبي اسیا او روسیې ته صادرېږي چې، لومړۍ محموله یې وړمه ورځ صادره شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...