Homeخبرونهد پاکستاني پوځیانو پر مرکز برید د ۲ بریدګرو او ۳ پوځیانو...

د پاکستاني پوځیانو پر مرکز برید د ۲ بریدګرو او ۳ پوځیانو په وژنې پایته ورسېد

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه) ‏پېښور ښار کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه مرکز وسله وال برید د دوو بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی دی.

دا برید چې نن سهار په ځايي وخت ۸ بجې او ۱۱ دقیقې پیل شو، شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړ.

د مالوماتو له مخې دغه برید کې ۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او تر ۵ نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې برید یوه ځانمرګي بریدګر پیل او دوه نور بیا د پاکستاني پوځیانو ایف سي مرکز ته دننه شول.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...