پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونه‏د پیسو نړیوال صندوق: پاکستان کې فساد ژور، پراخ او سیستماتیک دی

‏د پیسو نړیوال صندوق: پاکستان کې فساد ژور، پراخ او سیستماتیک دی

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه) د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په خپل تازه راپور کې ویلي چې، په پاکستان کې فساد ژور، پراخ او سیستماتیک دی، چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې، پانګونې او عامه باور پر فعالیت یې منفي اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي چې په اقتصاد کې د دولت پراخ حضور، د مهمو سکتورونو کنټرول او پېچلي مقررات د ناوړه ګټو ترلاسه کولو او د ادارو د غیر مؤثره فعالیت لپاره زمینه برابروي.

راپور همدارنګه د مالیاتي نظام پېچلتیا، د بودیجې د وړاندوینې او عملي لګښت ترمنځ توپیر، د تدارکاتو کمزوری سیستم او د دولتي شرکتونو ضعیف مدیریت د فساد د پراخېدو مهم عوامل ګڼلي دي.

یاد صندوق زیاته کړې، چې پلټنې او راپور ورکونې سیسټم اکثره وختونه عملي ګامونه نه اخلي، چې دې حالت کې شفافیت خنډ جوړوي.

په پاکستان کې د سیستماتیک او ژور فساد د راپور په تړاو د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چارواکي د فساد پر وړاندې کمزورب اقدام کوي، ځکه په دې سیسټم کې ګڼ کسان ښکېل دي، چې له امله یې عام خلک له اقتصادي زیانونو او محرومیتونو سره مخ دي.

د پاکستان چې تر شاوخوا ۹۰ میلیارده ډالره پوروړی دی، تراوسه یې د پیسو نړیوال صندوق د دغه راپور په تړاو غبرګون نه دی ښودلای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...