Homeخبرونهمسوولان: د سالنګ لار به ژر د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه...

مسوولان: د سالنګ لار به ژر د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه) د طالبانو د حکومت ‏د ټولګټو وزارت ویلي چې، روان کال کې به د سالنګ لارې پلان شویو برخو کې د کانکریټ اچونې چارې ژر پای ته ورسیږي.

یاد وزارت زیاته کړې چې، نږدې راتلونکې کې به د باروړونکو موټرو پر مخ دغه لار خلاصه شي.

یاد وزارت ویلي، د سالنګ تونل کې د قیر اچونې کارونه بشپړ شوي او دا مهال د شپې له لوري په نوبتي ډول د ۱۰ ټایره موټرو پرمخ خلاص شوی.

سالنګ لویه لار چې د هېواد له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو څخه دا مهال یې د بیارغونې چارې د ټولګټو وزارت له لوري دوام لري.

عام خلک او سوداګر هم تمه لري چې ژر به د دغې لارې چارې بشپړې او د هر راز تګ راتګ لپاره چمتو شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...