Homeخبرونهبرېښنا شرکت: راتلونکو ۲ تر ۳ میاشتو پورې به د کابل برېښنا...

برېښنا شرکت: راتلونکو ۲ تر ۳ میاشتو پورې به د کابل برېښنا ۲۴ ساعته شي

تاند (دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳مه) ‏افغانستان کې د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت ویاند قاري محمد صادق حق‌پرست ويلي،چې په راتلونکو دوو تر درېیو میاشتو پورې به د کابل برېښنا ۲۴ ساعته شي.

د حق‌پرست په وینا، دې لپاره د ترکمنستان او ازبکستان له لوري د ۵۰۰ کیلو ولټ دوه مزي غځول کېږي، چې له رارسېدو سره به د هېواد په برېښنا کې شاوخوا درې زره مېګاواټه زیاتوالی راشي.

نوموړی وایي، د ازبکستان د وارداتي مزي په فعالېدو سره به د کابل برېښنا بشپړه ۲۴ ساعته شي.

حق پرست زیاتوي، چې له ترکمنستانه د دویم مزي په رسېدو سره به د ټول افغانستان د برېښنا اړتیاوې پوره شي.

د برېښنا شرکت ویاند ټینګار کوي، چې هڅې روانې دي څو افغانستان په نږدې راتلونکي کې د برېښنا په برخه کې ځان‌بسیاينې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...