سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+له زېږون وروسته باید کومو روغتیايي خوندیتوبونو ته پاملرنه وشي؟

له زېږون وروسته باید کومو روغتیايي خوندیتوبونو ته پاملرنه وشي؟

لیکواله: دوکتورس بي بي آمنه (نسايي ولادي او التراساونډ) برخو روغتیاپاله

د عامې روغتیا له لسو مهمو شاخصونو چې باید د ټولنې روغتیا کچې لوړتیا، ناروغیو مخنېوي او له دې لارې د مړینو کچې راټیټول دي یو هم د امیندوارۍ او له دې مرحلې مخکې او وروسته روغتیايي اړین تدابیر دي، چې له دې سره مخ پر ودې هېوادونو کې د وګړو روغتیا معیاري کیږي او لوړتیا مومي.

د عامې روغتیا پر یادو مواردو به په خپل وار سره جلاجلا لیکنو کې روښانتیا وړاندې کړم، خو هغه څه چې دې لیکنې یې روښانول غواړم او باید زموږ ټولنه کې عملي او تطبیق شي وروسته له زېږون د میندو مهم روغتیايي تدابیر دي، چې باید پوره پاملرنه ورته وشي.

د نورمال زېږون میندو لپاره تحرک

وروسته له زېږون میندو ته په کار دي، چې تحرک ولري؛ خو له بده مرغه زموږ ستاسو ټولنه کې دې اصل ته پاملرنه نه کیږي، داسې چې یا خو بشپړ او ډير استراحت کوي او هیڅ خوځښت نه لري او یا هم دا چې په ځینو حالاتو کې سم لاسه درانه کارونه کوي او له حده زیات تحرک لري، چې دا دواړه حالتونه له خپل ځان سره نه جبرانیدونکې روغتیايي ستونزې لري او روغتیا تحدیدوي.

وروسته له زېږون د میندو اوږد مهاله پرته له تحرکه استراحتونه ځینې وخت لاعلاجه ستونزې رامنځته کوي او مخنېوی یې یوزاې او یوازې د تحرک درلودو سره شونی دی.

د مور شیدې

د تحرک نه درلودل کیدای شي د سیزارین شویو میندو په پرتله د نورمالو ولادتونو میندو کې ډیر خطر رامنځته کړي. ځکه له زېږون وروسته بدن کې یو لړ هورموني بدلونونه راځي او دا بدلونونه کیدای شي ددې لامل شي، چې د بدن ښکتني سفلي برخې عروق یا رګونه پراخ شي او وینه پکې زیاته ځای پر ځای شي، چې د زیاتې وینې زیاته پاتې کیدنه او لخته یا پریړ کېدنه او بیا بیرته دوراني سیستم زړه او عصب ته د هغوی لیږدیدنه به ګواښمنه تمامه شي او د زړه او عصبي سکتو لوی ګواښونه به رامنځته کړي.

نو د نورمال زېږون میندو ته په کار ده، چې که د هستوګنې ځای یې محدود هم ؤ لکه ښاري ژوند کې ، نو د نورمالو حرکتونو په ترسره کولو او دوام سره تحرک وکړي او بدن له دې ستونزو په امن کې وساتي.

سیزارین میندو لپاره تحرک

خو سیزارین میندې ( هغه میندې چې د ولادت په خاطر عملیات شوې دي) باید لږ تحرک ولري او لږ تر لږه وروسته له اتو ساعتونو لازم تحرک پیل کړي.

دغه راز دې ډول میندو ته د حفظ الصحې ساتنه او پاملرنه مهمه ده، په تیره د تناسلي برخې پاک ساتنه او د اړتیا وړ توکو پاکوالي ډاډمنتیا په ګډون ګڼ موارد باید په پام کې ونېول شي.

پاکوالي او حفظ الصحې ته پاملرنه

دوی باید حمام نورمال وکړي، لاندیني کالي باید پر وخت بدل کړي، تناسلي برخو کې رامنځته شوي ټپونه او یا ګنډل شوي ځایونه باید پاک او خوندي وساتل شي. له ملایمو انټي سپټیکي موادو کار واخیستل شي خو نه دا چې دا مواد تخریشوونکي وي او اړوند ساحې او جد تخریب کړي، چې دا بیا په وروستو کې په ټپونو بدلیږي او د خارښت له امله کیدای شي ټپي شي.

له زېږون وروسته باید میندې وروسته د حاجت له رفع کولو هم باید ځان پاک وساتي. د کالیو پر وخت بدلول او د ساحو وچ ساتل او که درمل ورکړل شوي وي په تیره انتي بیوتیک باید د ډاکټر لارښوونې سره سم په وخت یې وکاروي.

وروسته له زېږون د میندو تغذیه

له امیدوارۍ وروسته باید میرمنې له طبیعي موادو سبزیو کار واخلي، شیدې باید د نس باد رامځته کولو لپاره په احتیاط وکارول شي، طبیعي جوس باید وکارول شي، د نس بند تړل وروسته له ولادته ښه نه دی، خو که اړتیا وه نو باید د ډاکتر په مشوره یې وکاروي، دا ځکه چې ډيری میرمنې دې ته لېواله دي چې وروسته له ولادته یې نس په مناسب ډول راټول او له لویدو وژغورل شي، نو ددې لپاره د نس بند یا ملاتړی کاروي، چې یا خو باید ونه کارول شي او یا هم که کارول کیږي د لارښود ډاکټر سپارښتنې سره سم وکارول شي.

مناسبه تغذیه وروسته له زېږون ډیره مهمه ده، هر خواړه چې د مور خوښ دي هغه باید وخوري، خو ځینې خواړه چې ستونزې جوړوي نو باید ونه کارول شي.

کاریدونکي خواړه باید قبضیت رامنځته نه کړي ځکه قبضیت دې حالت کې د بواسیرو یا همورویید رامنځته کېدو لامل کیږي او بل دا چې له زېږون وروسته د هورمونونو بدلون هم عضلات شل کوي نو یو لړ ستونزې را ولاړولای شي چې باید په وخت یې مخنېوی وشي، ځکه دې حالت کې که لازم تدابیر په پام کې ونه نېول شي، نو لرې نه ده چې په یوه ګواښمنه او نه جبرانیدونکې روغتیايي ستونزې واوړي.

[email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب