جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د سمندرونو د اوبو سطحه تر اټکل زیاته لوړه شوې

د سمندرونو د اوبو سطحه تر اټکل زیاته لوړه شوې

تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا د سپوږمکیو معلومات ښيي چې په ۳۰ کلونو کې د سمندرونو د اوبو سطحه څه باندې ۳۰ سانتۍ لوړه شوې او که دا بهیر په همدې ډول دوام وکړي تر ۲۰۶۰ م کال پورې به ۳۰ سانتۍ نوره لوړه شي.

ناسا د سپوږمکیو د معلوماتو پر اساس ویلي چې له ۱۹۹۳ م کال راهیسې په مجموع کې د سمندرونو اوبه ۹ اعشاریه ۱ سانتي متره لوړې شوي دي.

د سمندرونو د اوبو د سطحې د لوړوالي دلیل اقلیمي بدلون او د مځکې په اتومسفیر کې د کاربون ډای اوکسایډ په شان د ګلتوني ګازونو زیاتېدا ښودل شوې ده.

د اقلیم بدلون په درسته نړۍ کې منفي عواقب لري خو پر کنګلونو او د هغو پر ویلي کېدو یې لا ډیر اغیز لرلی دی.

تېر کال په جنوبي قطب کې تر مخکینیو اټکلونو زیات کنګل ویلی شو.

ساینسپوهان وايي چې په شمالي قطب کې د ګرینلنډ د کنګلونو وضعیت د سمندرونو د اوبو د سطحې په لوړېدو کې ډېر اغیز درلود ځکه چې د کنګل حرکت او له هغه څخه د اوبو روانېدا د سمندرونو اوبه لا زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب