جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېاقتصادڅه ته اقتصاد ویلی شو او څه ته نه شو ویلی؟

څه ته اقتصاد ویلی شو او څه ته نه شو ویلی؟

لیکنه: ارسلا احساس

د اقتصاد علم راز راز تعریف شوی دی. داسې تعریف نه شته چې پر هغه دي اقتصادپوهان سره موافق وي. اقتصاد پراخ علم دی. ډېرې څانګې لري او ډولونه لري، دا پراخ علم په یو څو محدودو واقعي او حقیقي الفاضو کې تعریفېدای نه شي.

لومړی تعریف: اقتصاد یوه عربي کلمه ده، چې په عربي ژبه کې په پنځو معناوو سره راغلې ده، چې له اعتدال  غوره کولو، له کموالي او زیاتوالي څخه ډډه کول، زېرمه او ساتلو، اسانتیا او سمون څخه عبارت دی.

پورتنی تعریف په لنډ ډول راخلو.

اقتصاد هغه علم دی چې د منځګړیتوب، زېرمه کولو، عتدال، اسانتیا او سمون ته وايي.

لکه څنکه چې مې وویل اقتصاد پوهانو اقتصاد ډول ډول تعریف کړی؛ نو پر همدې اساس یې درته د شتمني، مادي هوسایني، وسایلو او امکاناتو له اړخه تعریفوو.

الف- اقتصاد د شتمني علم دی: اقتصاد هغه علم دی چې دشتمني نوعیت، شتمني لاسته راوړل او د شتمني له وېشلو څخه بحث کوي.

دا تعریف وایي چې شتمني څه شی ده، په څو ډوله ده، څنګه لاسته راوړل کېږي، او په څه ډول وېشل کېږي.

په ساده ډول ویلی شو، چې انسان تل د شتمني د لاسته راوړلو په فکر کې وي او ټولي انساني کړنې ځکه رامنځته کېږي، چې انسان غواړي شتمني تر لاسه کړي او د انسان دغه غوښتنه اقتصادي ژوند مخته وړي.

ب ـ اقتصاد د مادي هوسایني علم دی:

د مادي هوساینې له مخې اقتصاد په شپږ ډوله دی.

۱- شتمني: په اقتصاد کې یوازي دا نه مطالعه کېږي چې شتمني څنګه لاسته راوړو؛ بلکې داهم مطالعه کېږی، چې شتمني څنګه مصرفېږي.

۲- ورځنی ژوند: له ورځني ژوند څخه موخه ټول هغه کارونه دي، چې څنکه شتمني لاسته راځي اوڅنګه په لګښت رسېږي او په ټولنه کې کوم کارونه تر سره کېږي،  چې خلک ورته به بد نظر نه ګوري او ددې برعکس هغه کارونه چې ټولنه ورته په ښه نظر نه ګوري. لکه رشوت، غلا اوداسې نو چې دا په اقتصاد کې نه راځي، او دا کارونه په ورځني ژوند پورې تړلي هم نه دي.

 ۳- دروغ: په اقتصاد کې د هغه شخص کړنې مطالعه کېږي، چې روغ اوسي، د لیوني، ملنګ او ساده انسان کړنې په اقتصاد کې نه مطالعه کېږي، ځکه د دوی کارونه له ورځني ژوند څخه بېل دي.

۴- مادي اړتیاوې: اقتصاد د انسان هغه کړنې مطالعه کوي؛ چې مادي توکي رامنځته کوي او کومې کړنې چې مادي توکي نه رامنځته کوي، په اقتصاد کې نه شمېرل کېږي.

لکه: کروندګر کرنه کوي؛ مادي پیدا کوي، خو د دې برعکس استاد او څارنوال کړنې ځکه اقتصاد کې نه راځي؛ دوی مادي توکي لاس ته نه راوړي.

 ۵- خوشاله ژوند: په اقتصاد کې هغه مادي توکي مطالعه کېږي، چې انسان ته مادي خوشالي ورکوي او هغه مادي توکي چې انسان ته خوشالي نه ور په برخه کوي؛ په اقتصاد کې نه شمېرل کېږي. لکه: شرابو څښل، چرس او….

ځکه دغه توکي انسان ته مادي خوشالي نه ور په برخه کوي، نو ځکه یې اقتصاد نه مطالعه کوي.

۶- شتمني لګښت او پیدایښت: انسان د خپلو غوښتنو د پوره کېدا لپاره چې په کومو اصولو عمل کوي، شتمني ترلاسه کوي، په لګښت یې رسوي، ترڅو پرمختګ او خوشالي ترلاسه کړي.

همدا شان پروفیسورکینن د اقتصاد په اړه ویلي: اقتصاد د هغو ټولو وسایلو وضاحت کوي، چې د انسان د بریالیتوب او ښه والي لامل ګرځي.

ج – اقتصاد د محدودو وسایلو باندي دنامحدودو غوښتنو د پوره کولو له اړخه: اقتصاد یو داسي علم دی، چې انسان خپلې نامحدوده غوښتنې په خپلو محدودو وسایلو پوره کړي او سایل په بیلابیلو لارو وکاروو او اقتصاد ته یې د علم درجه ورکړه.

نو د اقتصاد په اړه د پوهانو نظرونو او تعریفونو ته په کتو سره ویلی شو چې اقتصاد د شتمني د لاسته راوړلو، شتمني د مصرفولو، مادي هوساینې او له کمو وسایلو څخه د زیات کار اخیستنې علم دی او یاد مسایل څېړي.

اخځلیکونه:

مبادي اقتصاد

لیکوال محمد قاسم کاکړ

اقتصاد پېژندنه

لیکوال محمد داود نیازی

1 COMMENT

  1. ۵- خوشاله ژوند: په اقتصاد کې هغه مادي توکي مطالعه کېږي، چې انسان ته مادي خوشالي ورکوي او هغه مادي توکي چې انسان ته خوشالي نه ور په برخه کوي؛ په اقتصاد کې نه شمېرل کېږي. لکه: شرابو څښل، چرس او….
    څه چې تاسو دلته د مثال په توګه لیکلی یاست ناسم دی. په تول نړی کې شراب په قانوني توګه پیل او پلورل کیړي او حکومتونه د دې له وجه دیرې ګتې ترې نه واخلی ځکه د شراب مالیې کله سل سلن هم دی. تاسو کله چې د اقتصاد په هکله لیکۍ ښه به دا وي چه لیکیل یی لیک له نلیواله اصول سره برابر وي. چیرې چی شراب؛ قیمار او د جنسی خدماتو عرضه قانونی دی دی تول په اقتصادی بحثونه شامل دی او دی یو ملک په تولنیز وملي شتمني کې شامل کیړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب