دې سوي ځنګل نه چيرته لاړې؟
د دې ځنګل له شنو ونو نه سرې لمبې تاوېږي
ټسا يې په ځنګل کې خوره ده
د ونو پاڼو د سپرغيو جامې اغوستي
ځانونه د ځنګل ليوني باد ته سپاري
باد يې خدای زده چيرته چيرته وړي؟
د چا په هوا کې ساه خېږي او څوک له څنګله لرې لکه له ټوپکه راوتلې مرمۍ پنا شي
***
ته د دې ځنګل يوه ښايسته مرغۍ وې
ستا غږ د زر مرغانو له سندرو رغيدلی و
د دې ځنګل د ونې هره پاڼه ستا له نغمې سره بلده وه
هرې پاڼې ستا له سندرې سره نڅا کړې وه
ته په خپله سندره کې د هغو دوو پړانګانو زړه ته هم ننوتلاې شوې
هغه چې د ونې د سر سندربولې مرغۍ ته يې په تېرو داړو وخندل
هغه چې ځنګل يې د ځوانې غرڅې له ښکلو سترګو بې برخې کړ
هغه پړانګان چې ځانونه يې د دې ځنګل واکدارن وبلل
هغه چې د شیطان له کوره يې اور راوړ
دنګو شنو ونو ته يې د تورو لمبو جامې ورواغوستې
کبلۍ پکې وريتې شوې
سويان پکې وسول
د مرغيو سندرې په لمبو کې وټسيدې
اوښان له تندې د قصاب د څنګ خْم ته روان دي
د ميږيو خولې سوي دي
د دانې پر ځای سپرغۍ په خوله کې اخلي
پتنګان لکه ګلپاڼې د پړانګانو پښو کې پراته دي
په ځنګل کې ټولې ځلنده سترګې
د دوو پړانګانو سترګو ته ګوري
که د خدای د رحمان او رحيم ښکلې نامې پکې وځلېږي
خو د پړانګانو په سترګو کې هم تيرې داړې راشنې دي
چې له ځله يې اور بلېږي، وېره خپرېږي.
***
شادن!
ته چې هديرې ته لاړې
سوډان دې ټول په هديرې بدل کړ
ته د دې ايره وطن وجود کې لکه سپرغۍ ځليدې
تا په ويروونکو او توپاني شپو کې شمعه بلولای شوای
تا د پړانګانو له سترګو داړې ويستلی شوای
تا د رحمان نامه پکې انځورولی شوای
اوس دا ځنګل له چا نه د خېر خبره واوري؟
له چا نه د ژوند سندره واوري؟
ته چې لاړې په خيالونو کې د ملک الموت پاچاهي ده
د ارمانونو له تکيو اهوګانو څخه په سختۍ روحونه اخلي.
***
شادن!
ستا د ځنګل يوه سپينه هوسۍ د يوې ونې د لمبې سيورې ته ويده ده
عجيبه خوب ويني
د دوو پړانګانو په غاړو کې ځنځيرونه پراته وي
داړې يې ماتې وي او د پنجو نوکان الوتي
ځنځير يې د دې سپينې هوسۍ په لاس کې وي
د هرې ونې رابوټيدلې زیې ته د دوی کيسه بيانوي
دوی غړمبيدای هم نشي
چا ته ليدای هم نشي
په ټول ځنګل کې سندره واکمنه وي
د شادن شندره
خلکو ته ژوند بيانوي
هغه کله څوک وژلی شي چې د ژوند لپاره سندره وايي.