سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهحقاني: افغان کډوالو ته مو سږ کال د حج زر سهميې ورکړي...

حقاني: افغان کډوالو ته مو سږ کال د حج زر سهميې ورکړي دي

تاند: ( پنجشنبه، د غويي ۲۸ ) ‏‏ ‏د طالبانو د کډوالو وزير خليل الرحمن حقاني وايي، چې د دوی رژيم په بهرنيو هېوادونو کې میشتو افغان کډوالو ته د حج زر سهميې ورکړي دي.

د هغه په وينا، دغه سهمیه تر ډېره په پاکستان، ایران او يو شمېر نورو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته ورکول کېږي.

سرچينه زياتوي، چې شاوخوا پینځو زرو افغان کډوالو د حج سهميې غوښتنه ورڅخه کړې وه، خو دوی ېې زرو تنو ته د ونډې ورکولو فرصت برابر کړی.

د نوموړي په وينا، ياد شوي حج کوونکي به د پچې اچونې له لارې وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر خلک د افغانستان حاکم بشري او اقتصادي ناورين ته په کتو سره د حج کولو پر ځای له شتمنو د بېوزلو د لاسنيوي غوښت

نه کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب