رحیم هلال – د میندو له خوادخپلو نویو زیږېدلوماشومانو ښکلول د دوی د تودې مینې او ځانګړې پاملرنې تر څنګ دماشومانو د یو شمیر دناروغیو په وړاندې د مقابلې لپاره هم یوه غوره لاره ده .
ماشومان لدې سره سره چې په پرمختللې او پاک چاپيریال کې به رالویږې خو تر ډيره وخته يې دبدن دفاعې سیستم د پام وړ وده او پرمختګ نه شې کولای.
نوې څيړنې ښې کله چې مور د ماشوم مخ په ځانګړي ډول دماشوم د مخ هغه برخې چې دماشوم خولې ته نژدې وي ښکلوې،په نوموړې ځای باندي که کومې بکتریاوې شتون ولرې دمور د خولې په واسطه د ښکلولو پرمهال دیادو بکتریاوو بیلګې اخستلې کیږې ،او ددې (مور)ثانوې لمفاوې اعضاوو او تانسلونو ته وړل کیږې .
دمور په دبدن کې یو ډول ځانګړې حجرات چې دمیمورې حجراتو په نوم یادېږي تنبیه کیږي او د مور په سینو باندې اغیز کوې .
په اخیرکې د ماشوم په بدن کې د شتته بکتریاوو په وړاندې ځانګړې انټې باډې ګانې جوړوي چې له بیلا بیلو ناروغیو څخه د ماشوم د ساتنې سبب ګرځې.