نن د ماشومانو نړیواله ورځ وه هر چا د خپلو ماشومانو تصویرونه ټولنیزو رسنیو ته پورته کول.او یو بل ته د دې ورځي مبارکي ویله خو ماته مبارکي ولي په خوله نه راتله ؟؟
زه د یوې داسي سیمي اوسیدونکي یم چي هلته زما ماشومان له زده کړو بي برخي دي او د جنګ په سرو اورونو کي ژوند کوي. زمونږ ماشومان د ښوونځۍ زنګ نه پیژني، د ماشوم اولنی حق دهاغه روزنه تعلیم او تریبه ده . که څه هم اوس زموږ هیواد کي زرکونه ماشومان ښوونځیو ته ځي خو په ډیرو ولایتونو او ولسوالیو کي تر اوسه هم زرګونه ماشومان د تعلیم بشري حق نه لري، ډیر ماشومان پلار – مور نه لري، د ځینو بیا اندامونه په جکړه کي لاړو. کله چي ښار ته ورسي د ولسوالیو ماشومان راځي هلته په مختلفو شدیدو کارونو بوخت دي .
څو وخت وړاندي چي خپلي سیمي ته ولاړم سونه ماشومان مو ولیدل هر چا په دښوونځۍ غوښتنه کوله خو لا اوس هم دوۍ ښوونځۍ نه لري ماته نن ځکه مبارکي په خوله نه راځي چي هاغه ماشومان مو سترګو ته ګرځي چي ښوونځۍ غوښتنه کوي خو لا اوس هم ښوونځۍ نه لري ډیر ماشومان مو دما ښا م ډوډۍ نه لري ډیر مو داختر جامي نه لري خو ډیر مو هاغه ماشومان زوروي چي ښار کي نور ماشومان ګوري ښوونځیو ته روان خو دوۍ یا سوال کوي یا نورو مختلفو شدیدو کارونو بوخت دي.
ماشومان که دمشرق که دمغرب دي
د خندا او د ژړا اواز یې یو دی
خدایه داسي ورځ به کله راځي چي زما دهیواد هر ماشوم ښوونځۍ ته روان هر ماشوم موډوډۍ او جامي ولري چي مونږ هم ورسره دا ورځ ولمانځو مګر نن راته ددي ورځي مبارکي پر خوله نه راځي هاغه زما دولسوالیو ګلالي ماشومان مو سترګو سترګو ته کیږي .