زېږیدنه: ۱۸۸۱ کال د اکتوبر ۲۵ مه هسپانیه
مړینه: ۱۹۷۳ کال دا اپریل ۸ مه فرانسه
پیکاسو د شلمې پېړۍ له نوموتو انځورګرانو څخه شمېرل کېږی. د ده د انځورګرۍ هنر تلپاتې دی. ده تل د خپل کار لپاره دا هڅه کړې ده، چې نوې لار وازمويي. او په خپلو انځورونو کې نړۍ له یوې بلې زاویې څخه لیدونکو ته وښيي.
پيکاسو د انځورګرۍ تر څنګ تکړه طرحه ایستونکی، نقاش او مجسمه جوړونکی هم و. ده له یوولس کلنۍ څخه د انځورګرۍ په یو مسلکي ښوونځي کې خپلې زده کړې پیل کړې. دوه کاله وروسته په دې وتوانید، چې له خپل پلار څخه چې هغه هم د خپل وخت تکړه انځورګر و مخته شي. پلار یې د خپل زوی د استعداد او علاقې له مخې خپل مویک او د انځورګرۍ ټول وسایل ده ته وسپارل.
د پیکاسو لپاره یوازې د طبیعت او انسانانو د څېرو انځورول په زړه پورې نه وو. ده غوښتل یو نوې څه راوپنځوي. ده ویل زه غواړم د هنر به دې برخه کې بېرته ماشوم شم. ځکه ماشومان حیرانونکي مفکورې لري او هره ورځ نوې څه راپنځوي. همدا وه، چې پیکاسو ډېر کلونه د ماشومانو په څېرګډوډې کرښې انځورولې. له دې کرښو د ده موخه دا وه، چې د ماشومانو له سترګو نړۍ ته وګوري.
پیکاسو په درویشت کلنۍ کې له هسپانیې څخه پاریس ته په کډه شو. هغه مهال پاریس د هنرونو او هنرمندانو زانګو بلل کېده. پیکاسو پاتې ژوند په پاریس کې تېر کړ. لیکن د زړه مینه یې د تل لپاره له هسپانیې سره پاتې شوه. پیکاسو ازادي غوښتونکی و. ده خپل انځورونه هم د خپل ژوند په څېر د قید او شرطه لرې ساتل.
ده په خپل هنر کې ډېر سبکونه وازمویل. ډېر یې یو له بل سره ګډ کړل او نوې پنځونې یې پکې وکړې. پیکاسو د کوبیسم د سبک بنسټ ايښودونکی هم بلل کېږي. دا سبک په شلمه پېړۍ کې د پسرلنیو غوټیو په څېر وغوړید او زښت ډېر خوښونکي یې پیدا کړل. پیکاسو د خپل هنر په وجه د شلمې پېړۍ تر ټولو غوره انځورګر بلل کېږي.
اناهیتا روهي