ژباړه: احمدجاوېد صديقي –
ټولې میندې هڅه کوي چې ماشومان یې سالم او هوښیار وي؛ خو ډيری وخت میندې په دې نه پوهیږي چې څه وکړي چې ماشومان یې هوښیا او سالم وي.پوهان وايي چې د ميندوارۍ پرمهال د میندو تجربې د ماشومانو پر مغز اغیز لري.
دغه اغیزې کیدای شي ټول عمر پر ماشوم وي، میندې کولی شي د څو اسانه کارونو په کولو سره د خپلو ماشومان مغز ته وده ورکړي او نړۍ ته هوښیار او سالم ماشوم راوړي.
لاندې ځینې وړاندیزونه شوي چې تاسو سره مرسته کوي چې د خپلو ماشومانو د هوښیارۍ کچه د جنین پرمهال لوړه کړى.
له ماشومانو سره خبرې وکړئ
ماشوم سره خبرې پیل کړئ، دې ته صبر مه کوئ چې ماشوم مو دنیا ته راشي او له هغې وروسته خبرې ورسره پیل کړئ.د باردارۍ پرمهال هم کولی شئ جنین مخاطب کړئ او خبرې ورسره وکړئ.
کله چې له جنین سره خبرې کوئ، هغه ستاسو له غږ او خبرو سره عادت کیږي.خبرو او غږ سره له هماغه وخته بلدیږي.د ورځینو تجربو او کارونو په اړه خبرې ورته وکړئ.په لوړ غږ کتاب ورته ولولئ چې غوږنه یې اورېدو ته وهڅول شي او ښه اوریدونکی شي.
تازه میوې وخورئ
د ميندوارۍ پرمهال میرمنو ته د تازو میوو او سبزیجاتو د خوړولو لارښوونه کیږي،د تازه میوو او سبزیجانو خوړل له یوې خوا له تاسو سره د وزن په ساتلو او کنترول کې مرسته کوي بله خوا ستاسو د ماشوم په هوښیارتیا او د ذهن په ودې کې هم ډېر اهميت لري.
میوه او سبزیجات ستاسو د بدن ټولې اړتیاوې پوره کوي که چیرې نشى کولئ چې میوې او سبزیجات وخورئ په دې صورت کې هڅه وکړئ چې په خپل غذايي رژیم کې پوره خواړه وخوړئ په دې معنا چې هڅه وکړئ ډوډۍ کې داسې شیان وخورئ چې ستاسو د بدن ټولې اړتیاوې پوره کړي.
فشار مو کم کړئ
نویو څیړنو ښودلې چې د ميندوارۍ پرمهال په مور فشار د ماشوم په ذهن او هوښيارتیا باندې په مستقیم ډول اغیره لري، کله چې میندې د باردارۍ پرمهال فشار ولري دغه موضوع د ماشون په ذهنې ودې، شخصیت او د مغزي سلولونو په ودې منفي اغیزه کوي.
په دې توګه لارښوونه کیږي چې میندې باید د ميندوارۍ پرمهال داسې لارې چارې غوره کړي چې وکولی شي په ځان فشار کم کړي او داسې چاپیریال نه ځان لرې وساتي چې هلته کرکیچ او ستونزې ډیرې وي.
ورزش کول د فشار له کمولو او د جنین له ودې او سلامت سره ډيره مرسته کوي، ارام کول هم له تاسو سره ډيره مرسته کوي چې فشار کم کړئ؛نو په خپلو ورځینو کارونو کې ورزش او ارام کولو ته ځای ورکړئ، څیړنو ښودلې هغه ماشومان چې میندې یې د باردارۍ پرمهال فشار لري، په پنځه کلنې له ځینو ستونزو سره مخ کیږي او د ژبې په زده کړه کې هم ډیره ځیرکي نه لري.
غاښونه مو سم وساتئ
د میندو د باردارۍ پرمهال د غاښونو او خولې اړوندې ناروغۍ د ماشوم په سلامت او روغیتا اغیز لري او مخکې له وخت زیږن او د نوي پیدا شوي ماشوم د وزن د کموالي ستونزه رامنځته کوي.
کله چې میندې د باردارۍ پرمهال خپلو غاښونو او خولې ته سمه پاملرنه نه کوي تر ډیره د هغوی ماشومان په زده کړه کې له ستونزو سره مخ وي،سګرټ څکول د باردارۍ پرمهال خطرناک دي بارداې میندې باید د سګرټ له څکولو په کلکه ډډه وکړي.سګرټ څکول د دې ترڅنګ چې ستاسو غاښونو او خوله له نارغیو سره مخ کوي ستاسې د ماشوم روغتیا ته هم ډير زیان رسولی شي.
خپل وزن کنترول کړئ
ډيرې میرمنې د باردارۍ پرمهال زیات وزن تجربه کوي او ډير چاغښت پیدا کوي،باید د باردارۍ پرمهال خپل وزن ته پام وکړئ او هڅه وکړئ چې وزن مو کنټرول کړئ چې ماشومان مو په سمه او سالمه توګه نړۍ ته راشي ځکه د وزن زیاتوالی ماشوم ته هم زیان پیښولی شي.
د باردارۍ پرمهال د میندو زیات وزن د زیږن پرمهال د کم وزنه ماشوم له زیږون سره اړیکه لري.څیړنې ښيي هغه ماشومان چې په مناسب وزن نړۍ ته راځي ښه ذهني ذکاوت لري.څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې د ماشوم کم وزن د هغوی له ذهنې هوښارتیا سره اړیکه لري او که چیرې ماشوم په کم وزن کې نړۍ ته راشي هوښیارتیا به یې کمه وي.
د بورې په ډير استعاله ډډه وکړئ
د باردارۍ پرمهال هڅه وکړئ چې د بورې مصرف ډير کم کړئ.بوره ډيره غذايي ارزښت نه لري او کله کله د ناسالمو خوراکي توکو په ډله کې راځي.که غواړئ هوښیار ماشوم ولرئ، نو دې ټکي ته کلکه پاملرنه وکړئ.
د ډيرو خوږ خوړو کارول د انسولین هورمون تعادل له منځه وړي چې په دې توګه د ماشوم ذهنې کړنې کموي.د بورې د کم استعال لپاره ښه لار داده چې له نورو خوراکي توکو ته ډير پام وکړئ د ګازلرونکو نوشابو، ډول ډول کیک او شیرینيو له کارونې څخه ډډه وکړئ.
موسیقۍ ته غوږ شئ
د باردارۍ پرمهال د سندرو اوریدل د ماشومان له روغتیا سره مرسته کوي.سندرې باید همداسې واورو او د اوریدو پرمهال باید له غوږۍ(هدفون) څخه ګټه وانخلو.
ښه به وي چې د باردارۍ پرمهال جنین ته موسیقي واوروئ او له ډول ډول سندرو سره بلد شي.کلاسیکې، ارامې او نرمې سندرې واورئ،موسیقي او سندرې د نوي ماشون د ذکاوت او هوښیارتیا لپاره هم ګټورې دي،څیړنو ښودلې چې د خوږې او نرمې موسیقۍ اوریدل د ماشومانو هوښیارتیا زیاتوي.
سم او سالم غوړي وخوړئ
ځینې میندې د باردارۍ پرمهال له هر ډول غوړیو ګټه نه اخلي او داسې فکر کوي چې له هر ډول غوړو ګټه اخیستل د دوی وزن زیاتوي او چاغښت ورته پیدا کوي،په داسې حال کې چې داسې فکر کول تیروتنه ده.
د دې لپاره چې با هوښه ماشوم وزیږوئ په خپلو خوړو کې ګټورو غوړیو ته ځای ورکړئ.د بادام او پستې په ترکیب کې ګټور غوړي لري او کارول یې د بارداره میرمنو لپاره ګټور دي، کبان هم ښه او ګټورغوړي لري او د جنین مغزي روغتیا ډاډمنوي، د ماشوم عصبي جوړښت، وینې رسونې او د بدن جوړښت سره ډيره مرسته کوي.
د کلیسمو کارول مه هیروئ
د نورو خوراکي توکو ترڅنګ کلیسم هم د باداره میرمنو لپاره ډیر ګټور دي.کله چې بارداره میرمنې په پوره توګه کلیسم واخلي د ماشوم ذهن پیاوړی کوي او روغتیا ته یې ډيره مرسته رسوي.
د لبنیاتو ترڅنګ ځينې نور خواړه هم دي چې د کلسیم ترڅنګ وسپنه،اسید فولیک، ویتامین سي او فیبر لري، نو د دې لپاره چې د کلیسمو اړتیا مو پوره شي له بادام، انځیر، ممیزو، کبانو او سبزیجاتو ګټه واخلئ، حبوبات هم کلیسم لري چې خوړل یې د بدن د کلیسم اړتیاوې پوره کوي.
I don’t agree with all this article.
پورتنی معلومات ښه معلومات وه مګر د موسیقی د اوریدو سره په کلکه مخالف یم څکه که د موسیقی په ځای قران کریم ته غوږ ونیول شوی. دا ډيره مفیده ده څکه د قران کریم ته غوږ نیول انسان ته آرامتیا ورکوی نو زه فکر کوم چی په جینین به هم تاثیر لری.
منننه