![](https://taand.net/pal/wp-content/uploads/2015/06/۱.jpg)
ښكلې ګلالۍ ده ، سره ويښتان او شنې سترګې
سمه خارجۍ ده ، سره ويښتان او سرې سترګې
نه راپسې ژاړي ، زه چې ښوونځي ته ځمم
ژاوله رانه غواړي ، زه چې ښوونځي ته ځم
لوبې په باغچه كې په خوند او مزه كوو
شپې د بړستن لاندې يوبل ته كيسه كوو
ښكلې مهربانه جنګ ورسره نه كوم
ماته ډيره ګرانه جنګ ورسره نه كوم
دا زما خوركۍ ده ، سره ويښتان او شنې سترګې
مانه وړكۍ ده ، سره ويښتان او شنې سترګې
اجمل تورمان