د نویو زېږېدلو ماشومانو د ذهن قوي کولو لپاره په لومړنیو میاشتو کې تر ټولو مهمه خبره
چې ده هغه اورېدل دي ، ځکه په دې وخت کې دوی نه شي کولای چې پخپله په پوره ژبه خبرې وکړي .
له ماشومانو سره خبرې کول ډېر مهم دي . ځکه دغه ماشومان ، چې کله ستاسو خبرې واوري ، نو هغه هم خبرې زدکوي او ډېر ژر په خبرو راځي .
یواځې دا نه ، چې ستاسو د خبرو په وسیله به ماشومان یواځې په خبرو راشي ، دا یې یو لومړنی دلیل وګڼئ ، ددې ترڅنګ له ماشومانو سره خبرې کول نورې مهمې ګټې لري.
تاسو باید داسې فکر ونه کړئ ، چې هغوی ستاسو خبرو ته متوجه نه دي او فکر یې کمزوری دی ، هغوی ستاسو ټولې خبرې په خپل ذهن کې تجزیه کوي او هملته یې ساتي . اکثره میندې او پلرونه له خپلو ماشومانو سره غلطې خبرې کوي ، چې دا بیا د همدې ماشومانو احساسات راپاروي .
کیدای شي ، دغه خبرې له ډېرې مینې وشي ، خو له ماشوم سره دا ډول خبرې بې مفهومه دي ځکه له هغه سره په زدکړه کې چندان مرسته نه کوي . هڅه وکړئ ، چې له هغه سره ډېرې خبرې وکړئ . ځکه هغه ستاسو هره خبره اوري او دې ته یې پام ور اوړي ، چې نړۍ په اړیکو ولاړه ده.
نو دا غوره ده ، چې خپل ماشوم ته ساده جملې او ساده الفاظ وکاروئ ، چې هره جمله دوه ټکي وي . له هغه سره خپل چال چلند په ساده طریقې سره کوئ ، مثلاً ووايئ : اوس باید لاړ شم تشناب ته ، چې ډېر خیرن شوی یم . پلار ته دې زنګ وهم ، چې کور ته راشي!