الکساندره داوید نییل (Alexandra David-Néel) فرانسوۍ لیکواله وه. دې په موزیک او اسیایي ژبو کې لوړې زده کړې کړې وې. تر ۱۹۰۳ کاله پورې يې په اوپیرا کې سندرې ویلې. وروسته تبت ته لاړه او اوږده کلونه یې هلته ژوند وکړ.
الکساندره تبتي متون وژباړل او د تبتي او فرانسوي ژبې ګډ قاموس یې تالیف کړ. دې به په تبت کې د تبتیانو مذهبي کالي اغوستل او د همدې کالیو په مرسته د لهاسه ښار ته ننوته. لهاسه د تبتیانو هغه مذهبي ښار دی چې هغه مهال هېڅ بهرني طبعه هلته د ننوتو اجازه نه درلوده.
الکساندره نییل د خپلو سفرونو په اړه ډېر کتابونه لیکلي دي. الکساندره ۱۰۱ کال عمر کړی او له مړینې وروسته په فرانسه کې خاورو ته سپارل شوې ده.