فریسیان هغه جرمن نژاده خلک وو چې د جرمني، دنمارک او د هالنډ په شمالي سواحلو کې اوسېدل. دې خلکو روښانه رنګونه او سپینچک ويښتان درلودل. د فریسیانو زړه ژبه، پخوانۍ انګریزۍ ته او اوسنۍ ژبه یې له نوې انګریزې سره ډېر ورته والی لري.
د دې قوم په ساده ګۍ پورې ډېرې کیسې ویل شوي دي. دا فولکلوریکه کیسه هم په فریسیانو پورې ویل شوې ده.
وايي یو فریسي خپل زوی له ځان سره د سودا اخیستو لپاره بازار ته روان کړ. هلک په لار کې په یو اس سترګې ولګېدې. د اس تر څنګ وړوکی جوڼګی ولاړ و. جوڼګی ډېر ښکلی و. لکۍ یې ورو ورو ښوروله او د مور شا او خوا یې په شنو واښو کې په خوند خوند ټوپونه اچول.
د هلک غبرګې سترګې په وړوکي جوڼګي کې پاتې وې. ورو يې له پلار څخه پوښتنه وکړه:
جوڼګی له څه شي پيدا کېږي؟
پلار یې په کاوړ ورته وویل:
له هګۍ څخه!!!
هلک د بازار په منځ کې په پلار پسې شله شو، خیر دی ماته داسې یو اس واخله چې هګۍ واچوي. زه هم غواړم همداسې یو وړوکی جوڼګی ولرم. خیر دی پلاره، خیر دی پلاره.
پلار یې چې د خبرو د اوریدو حوصله نه درلوده، زر وویل:
خپله یې واخله، زه درته څه نه وایم.
هلک ګړندي خو ناکراره ګامونه اخیستل چې زر بازار ته ورسېږي. په بازار کې به هر یو اس ته دریده او له پلورونکي به یې پوښتنه کوله چې اس هګۍ اچوي که نه؟ ټولو خلکو د ده پوښتنې ته خندل. اخري دوکاندار چې د ده په لاس کې یې پیسې لیدلي وې غلی ولاړ و او نه يې خندل. هلک دوکاندار ته ورغی، په اس یې لاس را تېر کړبیا یې پوښتنه وکړه: دا اس هګۍ اچوي؟
دوکاندار وویل:
نه دا اس خو هګۍ نه اچوي. خو یو بل اس دی هغه هګۍ اچوي. زه له اوله درته وایم چې د هګۍ رنګ یې نصواري دی او بڼه یې هم کږه ده. که اخلې یې نو درته راولم یې.
هلک پرته له دې چې له دوکاندار سره چنې ووهي او د اس بیه راټیټه کړي پیسې یې وروشمېرلې او اس یې راروان کړ.
هلک هره ورځ اس ته شنه واښه او تازه ګازرې ورکولې. ډېر ځله به یې د خپلې برخې مړۍ هم اس ته ورکړه. په ریښتیا هم یوه ورځ په کوم ځای کې چې اس بیګانی تړلی و یوه ښکلې هګۍ ته ورته خو کږه وږه تېږه پرته وه. هلک د تېږې په لیدو نارې کړې (( هله زما اس هګۍ اچولې ده)). هګۍ یې په احتیاط راوخیسته او کور ته یې راوړه.
پلار یې چې ښکلې هګۍ ولیده په غوسه یې زوی ته وویل:
بې عقله! په منډه هګۍ خپل ځای ته ورسوه چې اس خپله هګۍ توده نه کړي بیا نو څه رقم بچی راوړي؟ هلک ته وریاد شوه چې یو ځلې یې مور د کوړکې چرګې څخه هګۍ راواخیستې او چې کله یې ماتې کړې نو نه پکې چورګړي و او نه هم د پخولو زېړ او سپین.
هلک منډه کړه. بوس یې راوخیستل، د اس هګۍ یې پکې کېښوده او بېرته یې هغه ځای ته یوړه چې پیدا کړې یې وه. سره له دې چې هلک د هګۍ پالنه کوله خو له هګۍ څخه د اس بچی نه راووت. هلک به هره ورځ هګۍ کته او غوږ به یې ورته نیولی و، چې د جوڼګي ششنهار پکې اوري که نه؟ په دې رقم څو میاشتې تېرې شوې د جوڼګي نه نښه وه نه ششنهار.
مورچې د زوی بې قراري ولیده ویې ویل:
مه خپه کېږه، دا جوڼګی به حتما ګونګ وي ځکه یې غږ نه راوځي. هلک ته چې غصه ورغلې وه ، له تاوه یې هګۍ واخیسته او لرې یې پټي ته وغورځوله. په پټي کې یو وړوکی سوی د بوټیو لاندې ولاړ و. د تېږې په غورځیدو وډار شو او په پټيو کې یې منډه کړه.
هلک چې سوی په ټوپو ولید په حیرانۍ یې وویل، د خدای حکمت ته وګوره. اوس له هګۍ نه د اس بچی راووت. هلک په پټي کې په سوی پسې منډې وهلې او ورته ویل یې صبر وکړه مه تښته زه تا مور ته ورولم. سوی مخ په وړاندې او هلک یې تر شا په منډه و. سوی په ټوپو ټوپو ځان ګڼوبوټیو ته ورساوه او له هلک څخه یې ځان ورک کړ.
هلک په خپه او ځوړندو شونډو کور ته راغی. د خپلې ستونزې کیسه یې مور او پلار ته تېره کړه. پلار یې ځیر ځیر وروکتل او ویې ویل: څوک چې صبر نه لري دا به یې حال وي. مور یې د زوی په سر لاس راتېر کړ او ویې ویل: که ښه فکر پې وکړې بل ځل به هر څه سم شي. ته د اس ته وګوره دا هم په خپل بچي پسې خپه ده. خدای خبر چې بیا به کوم وخت هګۍ واچوي.