له ډېر وخت را هيسې مې دې ټکي ته پام و چې ماشومان د لويانو په پرتله د رنګونو په وړاندې ډېر حساس دي. د زانګو ماشومان ډېر په رنګه شيانو پسې ځان ورکاږي. که چېرې د دوی د لوبو څيزونو ته پام وکړو نو پرته له موټرک نه چې ټيرونه يې تور وي نور د لوبو په څيزونو کې تور رنګ يا هېڅ نه وي کار شوی او که کار شوی هم وي نو په ډېره لږه اندازه .
د رنګونو په مرسته کولای شو، د ماشومانو په ذهني او رواني حالت کې بدلون راولو. په طبيعت کې له اسمانه رانيولې بيا د ځمکې پر مخ هر څيز ځان ته بېل رنګ لري. په ورځني ژوند کې موږ يوازې دا رنګونه وينو او کېدای شي له ځينو به يې خوند اخلو خو، په ټوله کې هر رنګ په مستقيم يا غير مستقيم ډول د انسان په ذهن خپل اغېزشيندي. د ماشومانو اروا پوهان د ماشومانو ذهني حالتونه د رنګونو په مرسته مطالعه او تر څېړنې ﻻندې نيسي.
کله چې ما د لومړي ځل لپاره خپل زوی ښوونځي ته بوت، نو وار له واره مې د دوی په ټولګي کې پر ديوال راځوړندې تختې باندې سترګې ولګېدې، چې زرغون رنګ يې درلود. دا پوښتنه مې په ذهن کې راوڅرخېده، چې زموږد ټولګيو تختې خو تورې وې، دلته چې د ټولګيو تختې زرغون رنګ لري، په دې رنګ اوس دوی د ټولګي ډول برابروي او که په دې رنګ کې کوم کمال پروت دی؟ يو څه وخت وروسته مې دې ته هم پام شو چې د نورو رنګونو په پرتله زرغون او زېړ رنګ ددرسي کتابونو په انځورونو کې ډېر کار شوی دی او په خپله د ټولګي له دروازې نه رانيولې بيا د کړکيو تر شيشو پورې په رنګه انځورونو، ﻻسي کارونو او نورو بېلابېلو شيانو، چې د ټولګي د ښکلا او د رنګونو د ډېرولو سبب ګرځېدل پسولل شوي وو .
دوسوه کاله پخوا ګويته د رنګونو په اړه ويلې وو، چې رنګونه په دوه ډوله دي (( يو هغه رنګونه چې زموږ خوښېږي او بل هغه رنګونه چې زموږ نه خوښېږي )) . کېدای شي ډېر ځله به مو کوم رنګ نه وي خوښ خو، دا په دې معنا نه ده چې ګڼي دا رنګ دې زموږ په ذهن اغېز وه نه لري. د رنګونو يوه ښکلې ټولګه په خپله طبيعت دی. داسې څوک به نه وي چې هغه ووايې، زما طبيعت نه خوښېږي. که چېرې دا پوښتنه په خپله را وڅېړو، چې ولې مو طبيعت خوښېږي او ولې په طبيعت کې ځان هوسا احساسوو؟ نو زما له انده به يې ټول ځواب په رنګ کې نغښتی وي. طبيعت د رنګونو يوه مجموعه ده، چې هر رنګ يې په خپل ذات کې د انسان پر ذهن يوه ځانګړې اغېزه لري. پرته له دې چې موږ يې د رنګ او د مفهوم په معنا پوه شو، له ليدو يې خوند اخلو او د ارامۍ احساس کوو. خو دلويانو په پرتله ماشومان د رنګونو په وړاندې ډېر حساس دي . ځينې وخت به د لويانو تېز او روښانه رنګونه خوښ وي. خو ماشوم بيا برعکس په هغه تېز رنګ کې ځان ناراحته احساسوي. تر ډېره ځايه بايد هڅه وشي چې ماشومان د بېلابېلو رنګونو سره روږدي کړای شي او په ورځني ژوند کې، په کور او بالخصوص هغه ځای يا هغه کوټه چې ماشوم پکې ويده کېږي له ارامو رنګونو کار واخيستل شي .
د مثال په توګه سور لومړنی رنګ دی، چې دزانګو ماشوم پام وراوړي او همدا علت دی چې د لوبو په څيزونو کې د هر رنګ په پرتله سور رنګ ډېر تر سترګو کېږي. خو که چېرې د ماشوم د خوب بستره او يا د خوب د کوټې ديوالونه سور رنګ ولري نو دا به مو يوه تېروتنه وي ځکه سور رنګ د عصبي کېدو او غصه کېدو سبب ګرځي .
زېړ رنګ ارامه او هوسا رنګ دی. دا رنګ ذهن او نظر ته خوښي او سکون وربښي. د زېړ رنګ ليدل د ذهني تمرکز کچه لوړوي. دا چې د درسي کتابونو په انځورونو کې زېړ رنګ ډېر ليدل کېږي، عمده دليل يې د ذهني تمرکز لوړيدل دي. په ټوله کې هغه رنګونه چې زېړ رنګ ته ورته والی ولري لکه کريمي او يا هم نخودي ، دا هم په اعصابو باندې د ارامۍ اثر پرېږدي .
نارنجي رنګ سستي او تنبلي له منځه وړي. ويښتيا او چستي را منځ ته کوي. انځورګران هغه نارنجي رنګ، چې سور والی ولري په ګرمو رنګونو کې شمېري او ډېر خلک په دې اند دي، چې د کوټې په تودوخه کې ګرم رنګونه د سړو رنګونوسره پينځه يا شپږ درجې توپير لري.
اسماني شين رنګ نرم او ارامه رنګ دی او له هغه ماشومانو سره مرسته کوي، چې ډارن او عصبي وي. همدارنګه شين رنګ ډېر زر سړيږي ، نو دا به غوره وي چې د ماشومانوپه څيزونو کې د شنه رنګ تر څنګ بل داسې رنګ وکارول شي، چې تود خاصيت ولري .
زرغون رنګ هوسايي، اطمينان، باور اود ذهني موازنې د ساتلو رنګ بلل شوی دی. نو همدا علت دی چې (دلته په جرمني کې) په ټولګيوکې درسي تختې زرغون رنګ لري. دا رنګ لوړ نبض را تټيټوي او له هغه ماشومانو سره ډېره مرسته کوي، چې ناارامه خوب لري .
دا چې په طبيعت کې ونې او بوټي ټول زرغون رنګ لري، نو کېدای شي دطبيعت د خوښېدو د ډېرو نورو دليلونو تر څنګ يو دليل دزرغون رنګ اغېز وي .
ګلابي رنګ له هغه ماشومانو سره مرسته کوي چې يرغل کوونکی عادت ولري. خو دې ټکي ته په پام سره چې تېز ګلابي رنګونه بيا د سره رنګ په څېر خاصيت لري او ماشوم له ډېر تماس څخه بايد لرې وساتل شي.
بنفش رنګ د ماشومانو په عصبي سيستم مستقيمه اغېزه لري. ماشوم ته ارمي ورکوي. د همدې لپاره يې د هوسايې او ارامۍ رنګ بللی دی .
تور رنګ د ماشومانو رنګ نه دی. تر ډېره ځايه بايد دا هڅه وشي چې ماشومان له تورو او تياره رنګونو څخه لرې وساتو. که چېرې دې ته مو پام شوی وي نو هغه د لوبو څيزونه چې د وسلې په و بڼه جوړ شوي اکثرا تور او تياره رنګونه لري .
د همدې وړو وړو ټکوپه مرسته کولای شو، خپلو ماشومانو ته ذهني ارامي ور په برخه کړو. ذهني ارامتيا د روښانه راتلوونکې څرک دی .
سرچینه؛
http://www.netmoms.de/magazin