سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهصالح: دوکتور ایاز نیازی طالبانو وژلی دی، داسې بریدونه همدوی کوي

صالح: دوکتور ایاز نیازی طالبانو وژلی دی، داسې بریدونه همدوی کوي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه:  د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو افغانستان کې پر جوماتونو او علماو د بریدونو بنسټ ایښودونکي دي او نه شي کولای د څو کرښو په لیکلو سره ځان ته له دا ډول بریدونو برائت ورکړي.

تېره ورځ د وزیر محمد اکبرخان جومات خطیب او د پوهنتون استاد دوکتور ایاز نیازی په یوې چاودنه کې ووژل شو، چې طالبانو یاد برید غندلی او د نوموړي وژنه یې ستر جنایت بللی دی.

خو د افغان حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح د ښاغلي ایاز نیازي وژل کېدل د طالبانو کار بولي او زیاتوي چې طالبان د غندنې په څو کرښو ځان ته برائت نه شي ورکولی.

غني د نیازي جنازه کې یو وار بیا سوله خپل لومړیتوب وباله

نوموړي پر خپل فېسبوک پاڼه تر هغه وروسته دا څرګندونې کړي، چې طالبانو د تېرې ورځې برید وغانده او د ښاغلي ایاز نیازي وژل کېدلی یې جنایت یاد کړ.

ښاغلي صالح ویلي چې طالبان افغانستان کې د چاودنو او وژنو بنسټ ایښودونکي دي، چې له بهر پاکستان څخه روزل کېږي.

امرالله صالح ټول هغه بریدونه چې افغانستان کې ترسره کېږي، د طالبانو کار یې بولي، د تېرې روژې میاشت کې کابل کې پر یو روغتونو برید چې پکې یو شمېر میندې ووژل شوې او یو شمېر نوي زیږیدلي ماشومان ټپیان شول، طالبانو یاد برید په کلکه وغانده، خو امرالله صالح او په ټوله کې افغان حکومت دا د طالبانو کار یاد کړ.

1 COMMENT

  1. د تالبانو ډله د پنجاب له خوا جوړه شوې تروریستي ډله ده چې په افغانستان کې د اور تازه ساتلو ، وژلو ، ورانولو ، ډار ، وحشت او بې ثباتۍ لپاره جوړه شوېده .
    دوی د خپل پیدایښت له ورځې تر څو چې پدې نوم دا ډله وجود ولري ، خپل دغه شوم او غیر اسلامي ، غیر انساني کارته به دوام ورکوي.
    د ټالب تر سیوري لاندې ټولې منحوسې او کرغېړنې ډلې د افغانستان په بیلابېلو سیمو کې فعالیت کوي. بنا د ټولو وژنو ، ورانولو ، سوځولو او د ډار خپرولو مسؤلیت مستقیما د دوی په غاړه دی ، ځکه چې د دوي په سیمو کې د دوی له مشورې او هدایت پرته بله هېڅ سیاسي او یا تروریستي ډله فعالیت نشي کولی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب